پژواک (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۱): د کندهار ښار په عینو مېنه کې یو لس کلن ماشوم – چې کاغذونه یې ټولول – لېونیو سپیو داړلی او وژلی دی.
پېښه پرون ماښام د عینو مېنې په «ب» ساحه کې شوې ده.
د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه لس کلن ماشوم پرون ماښام په عینو مېنه کې کاغذونه ټولول چې سپیانو داړلی او روغتون ته له وړلو مخکې يې ساه ورکړې ده.
هغه زیاته کړه، د ماشوم جسد میرویس روغتون ته وړل شوی او تر اوسه یې کورنۍ نه ده موندل شوې.
د عینو مېنې په ګډون د ښار په ډېرو برخو کې د بېوزله کورنیو ماشومان (هلکان او نجونې) له واټونو او نورو ځایونو کاغذونه ټولوي چې یا یې پلوري او یا یې په خپلو کورونو کې د سونتوکو په توګه کاروي.
د کندهار ښار اوسېدونکي دغې پېښې دردولي او وايي، په دې وروستیو کې په ښار کې لېوني او کوڅهډبه سپي ډېر شوي چې باید له منځه یووړل شي.
د عینو مېنې اوسېدونکی نصیراحمد قدم وايي، د عینو مېنې په ګډون د ښار په ډېرو برخو کې کوڅهډب سپي ډېر شوي چې کېدای شي لېوني هم په کې وي.
دی وایي، تېره شپه په دویمه عینو مېنه کې سپیانو په ډلهییزه توګه په داسې حال کې پر یوه ماشوم برید کړی او هغه یې وژلی چې یوازې و او څوک نه و چې و یې ژغوري.
هغه زیاته کړه: «ډېر مهال سپي د کورونو مخې ته راټول شوي وي، نه لوی پرېږدي او نه کوچنی، ډېر خطرناک دي، پرون یې یو کوچنی مړ کړ، نو موږ غوښتنه کوو چې دا سپي دې ټول کړل شي.»
د کندهار د پنځمې ناحیې یو اوسېدونکی ندامحمد هم وایي، په ښار کې کوڅهډب سپي ډېر شوي چې خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي، ښاروالي او نورې اړوندې ادارې یې باید له منځه یوسي.
د کندهار ښاروالۍ د عامه اړیکو مسوول زمری څرګند وایي، ښاروالۍ موده وړاندې د کوڅهډب او لېوني سپیانو د ټولولو کمپاین کړی و او اوس په نږدې ورځو کې بیا پلان لري چې کمپاین تر سره کړي.
د هغه په وینا، په تېر کمپاین کې د ښار له بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا ۱۲۵۰ سپي ټول کړل شوي وو، خو دا چې اوس بیا ډېر شوي نو بل کمپاین هم کوي.
د کندهار ښار ترڅنګ په ولسوالیو کې هم کوڅهډب سپي شته، خو په ولسوالیو کې د خلکو له خوا له منځه وړل کېږي نو ځکه یې شمېر کم دی.
Views: 300
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن