ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د کرنیزو ځمکو پر استوګنیزو ساحو بدلېدو خلک اندېښمن کړي

ننګرهار کې د کرنیزو ځمکو پر استوګنیزو ساحو بدلېدو خلک اندېښمن کړي

author avatar
8 Jan 2023 - 16:36
ننګرهار کې د کرنیزو ځمکو پر استوګنیزو ساحو بدلېدو خلک اندېښمن کړي
author avatar
8 Jan 2023 - 16:36

جلال‌اباد (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت مرکز جلال‌اباد ښار يو شمېر اوسېدونکي د ښار دننه او شاوخوا سيمو کې پر کرنيزو ځمکو د ودانیو او کورونو جوړولو اندېښمن کړي او له ولايتي ادارې د دې چارې د مخنیوي غوښتنه کوي.

د ځايي اوسېدونکو په خبره، پر کرنيزو ځمکو د ودانيو جوړولو له امله له یوې خوا حاصلات کمېږي او له بلې د هوا د ککړتيا سبب ګرځي.

د جلال‌اباد ښاروالي او د کرنې ریاست ياده ستونزه مني او وايي، په دې اړه يې پر يوه طرز‌العمل کار روان کړی دی.

د ننګرهار اوسېدونکي وایي، په مرکز جلال‌اباد ښار او شاوخوا سيمو کې پر زرګونه جریب کرنیزه ځمکه کورونه او مارکېټونه جوړ شوي او دا لړۍ دوام لري.

د جلال‌اباد ښار د دويمې ناحیې اړوند د ريګ شاه‌مرد خان سيمې يوه اوسېدونکي فرمان‌الله پژواک اژانس ته وويل، د دغې سيمې ډېرې ساحې پخوا کرنيزې ځمکې وې چې سبزيجات په کې کرل کېدل، خو اوس د استوګنې پر سیمه بدله شوې چې کورونه، سرايونه او نورې ودانۍ پکې جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار، کامې، کوز کونړ، بهسود او نورو ولسوالیو کې خلک پر کرنیزو ځمکو د استوګنې کورونه جوړوي چې په دې سره زراعتي ځمکې له منځه ځي او د راتلونکي لپاره پر کرنه منفي تاثیرات لرلی شي.»

دغه‌راز، د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ يو اوسېدونکی امجد خان وايي، د کرنيزو ځمکو له ختمېدو سره هم هوا خرابېږي او هم حاصلات کمېږي.

نوموړي وويل: «که حکومت پر کرنیزو ځمکو د ودانیو جوړولو مخنیوي لپاره جدي اقدامات و نه کړي، نو په ننګرهار کې به زراعتي ځمکې له منځه لاړې شي او بیا به د زراعت په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ یو، ځکه زراعتي ځمکې به کمې شي، له حکومت څخه غواړو د دغه کار مخنیوی وکړي.»

چارواکي هم دغه ستونزه مني او وايي، د حل لپاره يې پر يوې تګلارې کار کوي چې په راتلونکي کې د نورو کرنيزو ځمکو د له منځه تلو مخه ونيسي.

د جلال‌اباد ښاروالۍ وياند بختي‌جان مراد پژواک ته وويل، ډېرې هغه ځمکې چې کرنيزې چارې لپاره د کرنې وزارت په چوکاټ کې د کانال رياست له خوا په قرارداد ورکړل شوې او يا خرڅې شوې، اوس پرې ودانۍ جوړې شوې دي.

هغه وويل، د کرنې وزارت او د ننګرهار کانال رياست سره دغه ستونزه شريکه شوې او هغوی د حل پر لارو چارو کار کوي.

بلخوا، د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء‌الله عمري چې د يو سفر پر مهال ننګرهار ته راغلی و، له خبريالانو سره د خبرو پرمهال وويل، پر داسې يوې طرحې کار کوي چې په پلې کېدو سره به يې پر کرنيزو ځمکو د کورونو جوړېدو مخه ونيول شي.

عمري زیاتوي: «د ننګرهار په ګډون د هېواد په نورو ولایتونو کې چې هم پرکرنیزو ځمکو کورنه جوړېږي او یا کرنیزې ځمکې لاندې کېږي، نو د دغه کار د مخنیوي لپاره د کرنې وزارت پر یوه طرزالعمل کار پیل کړی او تمه لرو چې په پلي کېدو سره به یې پر زراعتی ځمکو د استوګنې کورونو د جوړېدو مخنیوی وشي.»

د ننګرهار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال د دغه ولايت له څه باندي سل زره کرنیزي ځمکې څخه نږدې ۳۰ سلنه یي پر هستوګنيزه ځمکه بدله شوې ده.

Views: 91

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.