ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نامعلومو کسانو د پروان جبل‌السراج ولسوالۍ د یوه کلي ملک وژلی

نامعلومو کسانو د پروان جبل‌السراج ولسوالۍ د یوه کلي ملک وژلی

author avatar
8 Jan 2023 - 09:50
نامعلومو کسانو د پروان جبل‌السراج ولسوالۍ د یوه کلي ملک وژلی
author avatar
8 Jan 2023 - 09:50

چاریکار (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۱): ناپېژاندو وسله‌واله تېره شپه د پروان په جبل‌السراج ولسوالۍ کې د منارې کلي ملک وژلی دی.

د پروان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدکامران زید وایي چې د دغه ولایت د جبل‌‍سراج ولسوالۍ د منارې کلي ملک محمدمقصود تېره شپه د نامعلومو کسانو له خوا د خپل کور ترڅنګ وژل شوی دی.

هغه وایي چې پولیسو د محمدمقصود مړی عدلي طب ته لېږدولی او په دې اړه څېړنې روانې دي.

Views: 290

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.