ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو معلول افسر: تېرو جګړو زه او زما کورنۍ بدمرغه کړو

یو معلول افسر: تېرو جګړو زه او زما کورنۍ بدمرغه کړو

author avatar
9 Jan 2023 - 19:44
یو معلول افسر: تېرو جګړو زه او زما کورنۍ بدمرغه کړو
author avatar
9 Jan 2023 - 19:44

نیلي (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۱): د نيلي ښار د ژمي سړې اوونۍ په لومړي سهار کې چې خلک خپلو کارونو ته روان وو، يوه ځوان چې یوه پښه یې په چاودنه کې له لاسه  ورکړې، په غمګینې څېرې د خلکو د تګ راتګ ننداره کوله.

دغه معلول ځوان سيدعارف موسوي نومېږي او په خبره یې، شاوخوا ۷ کاله مخکې يې په هلمند کې د ملي اردو افسر په توګه دنده ترسره کوله چې د ماين چاودنې له امله يې يوه پښه پرې او بله ټپي شوه.

هغه د دایکنډي د کیتي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او له څو کلونو راهیسې له خپلې مېرمنې او مور سره د نیلي ښار په یوه څنډه کې یوه کرايي کور کې اوسېږي.

نوموړي وويل، ‎سربېره پر دې چې معلول دی، له بې‌وزلۍ او ناچارۍ هم رنځېږي او په سختۍ سره د خپلې درې کسیزې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

هغه زیاته کړه: «د شهیدانو او معلولینو له وزارت څخه د میاشتې شاوخوا ۳ زره افغانۍ معاش اخلم؛ خو د کورنۍ د لګښتونو لپاره مې بسنه نه کوي.»

نوموړی وايي، يوازينۍ هيله يې دا ده چې له پښو معلول نه وای او اوس یې د نورو په څېر ‎د خپلې کورنۍ لګښتونو پوره کولو لپاره کار کولای او نورو ته اړ نه وای.

د هغه په خبره، تېرې جګړې نوموړی د تل لپاره له کار او ګرځېدو محروم کړی دی.

موسوي پژواک ته وويل، د تېرې جګړې تریخ خوند يې څکلی او يوازینۍ هیله یې د سولې راتګ دی، څو نور څوک د ده په څېر د جګړې قرباني نه شي.

په ورته مهال، د دغه معلول مېرمن عاقله وايي، ژوند ورته ډېر ستونزمن دی، ځکه خاوند یې د ګرځېدو او کار توان نه لري.

د هغې په وينا، دوى نه شي کولاى چې ښې جامې واغوندي او مناسب خواړه وخوري، ځکه چې خپله بېکاره ده او خاوند يې د مرستو موندلو له لارې په سختۍ سره‎ د کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

دغه‌راز، نوموړې د سولې پر راتلو او امنیت ټینګېدو‎ خوښه ده او ټینګار کوي چې د دې او ټولو کورنیو خیر په سوله کې دی.

موسوي وويل، له هغه راهیسې چې پښه يې پرې شوه، نو ټولې ستونزې يې پر سر بار شوې ‎او ژوند ورته دوزخ ګرځېدلی دی.‎

هغه د خپل ژوند د ترخې کیسې په دوام کې وویل، په هغو ورځو کې چې په نیم ژوندي ځان روغتون کې بستر و، هیله یې کوله چې کاش هېڅ شي وجود نه درلودای؛ خو سوله وای.

هغه وويل: «د جګړې پرمهال مې ډېرې سختې لیدلې، جګړه بدمرغي ده، له جګړې کرکه لرم، جګړې زه معلول کړم، زه او کورنۍ مې یی بدبخته کړو.»

دغه ٢٩ کلن معلول وايي: «په هېواد کې چې امنيت او سوله وي نو هرڅوک خوشحاله وي؛ موږ هم ډېر خوشحاله یو ‎چې هېواد کې مو امنیت وي او پر خپل وطن وياړو او هیله لرم چې ټول ارام ژوند وکړو.»

د هغه کیسه له هغه هم ترخه ده چې کلونه یې په جګړو او ناامنیو کې ‎په معلولو پښو سره ژوند کړی ‎او په خبره یې هره ورځ د جګړې ګرمو خبرونو د ده پر روحياتو ډېر منفي اغېز کاوه.

هغه زیاته کړه: «له نېکه‌مرغه، نور د جګړې خبرونه نشته او موږ ژوند ته هیله‌من شوي یو.»

موسوي څرګنده کړه چې لومړى يې د سولې راتلو هيله درلوده او اوس چې سوله راغلې نو خوښ دی چې خلک د جګړې له زيانونو ژغورل شوي دي.‎

هغه وويل، اوس چې له څه باندې یوه کال راهیسې سوله راغلې او خلک په امن ‎کې ژوند کوي، په خپل وجود کې یو ډول ارامتیا احساسوي چې په خبره یې، اوس د خلکو لویه هيله پوره شوې ده.

هغه سوله د هېواد پرمختګ او د خلکو د نېکمرغۍ یوازینۍ لار بولي او وايي: «هغه کسان چې امنیت ګډوډوي او د هېواد ناامنه کولو هڅه کوي، باید دا کار ونه کړي، بلکې د مظلومو خلکو پر وضعیت او حال دې یو فکر وکړي.»

هغه په ​​ټينګار سره وايي چې سوله دوامداره پاتې شي، ځکه د ټولو خلکو ګټه پکې ده.

د يادونې ده، په هېواد کې د څه باندې څلورو لسيزو جګړو له امله ميليونونه خلک معلول او بې‌ځايه شوي او اوس له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

Visits: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.