ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار مومندره کې خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته شپږ ټولګي جوړ کړي

د ننګرهار مومندره کې خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته شپږ ټولګي جوړ کړي

author avatar
9 Jan 2023 - 16:17
د ننګرهار مومندره کې خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته شپږ ټولګي جوړ کړي
author avatar
9 Jan 2023 - 16:17

جلال‌اباد (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې ځايي خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته چې زده‌کوونکو یې سرپناه نه درلوده، شپږ ټولګي جوړ کړي دي.

د ځايي قومي مشرانو په وينا، د بادينزو ښوونځي د دغو ټولګيو جوړولو لپاره يې د قومي تړې له مخې د کور پر سر پيسې راټولې کړې دي.

چارواکي دغه اقدام ستايي او ټينګار کوي چې روان کال يې په یاد ولايت کې د مرستندويه ادارو په همکارۍ ګڼو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې کړې دي او لا هم دغه چاره روانه ده.

د ننګرهار ولايت د مومندرې ولسوالۍ د بادينزو کلي يوه قومي مشر ملک غوث‌الدين د مرغومي په ۱۹مه پژواک اژانس ته وويل، د دغې سيمې ښوونځي سرپناه نه درلوده او زده‌کوونکو يې تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کولې چې په دوبي کې به د ګرمۍ او ژمي کې د سړې هوا له امله ترې زده‌کړې پاتې وې.

هغه زياته کړه، د سيمې قومي مشرانو خپلو کې تر مشورې وروسته پرېکړه چې که حکومت د یاد ښوونځي زده‌کوونکو ته د سرپناه جوړولو توان نه لري، نو ځايي خلک دې د وسې مطابق څو ټولګي ورته جوړ کړي.

نوموړی وايي: «موږ د يوې تړې له مخې، پر خلکو غږ وکړ چې پيسې مو راټولې کړئ او شپږ ټولګي مو جوړ کړل، ډېر اساسي نه دي، يوازې مو پرې د شاګردانو ستونزه حل کړه، ۱۸۰زره افغانۍ پر ټولو باندې لګښت راغلی دی.»

یاد قومي مشر له حکومته غواړي چې د سیمې ښوونځي ته یې اساسي ودانۍ جوړه کړي څو زده‌کوونکي په اسانۍ سره زده‌کړې وکړي.

ريحان‌الله چې په یاد ښوونځي کې د درېيم ټولګي زده‌کوونکی دی وايي، په بارانونو او تیز لمر کې به ترې زده‌کړې نيمګړې پاتې وې، ځکه سرپناه نه وه او ښوونکو به زده‌کوونکي رخصتول.

د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، د ځايي قومي مشرانو د دغه اقدام ستاېنه کوي.

د پوهنې رياست وياند فرهاد احمد ستانکزي پژواک ته تاييد کړه چې یاد ښوونځي ته شپږ ټولګي د مومندرې ولسوالۍ د خلکو له لوري او د پوهنې امريت پر هلو ځلو جوړ شوي دي.

نوموړی وایي، که څه هم په پلان کې دي چې ټولو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي او اوس هم د ګڼو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې يا تر کار لاندې دي، خو زیاتوي چې د بې‌سرپناه ښوونځيو د شمېر ډېروالی په لنډ مهال کې د دې ستونزې د نه حل کېدو لامل شوی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، په یاد ولايت کې ۱۴۸ ښوونځي ودانۍ، ۳۵۰ د احاطې دېوالونه او د ۲۲۱ ښوونځيو زده‌کوونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د يادونې ده، په ننګرهار کې ۹۰۵ ښوونځي شته چې له ډلې یې ۲۶۸ لېسې، ۱۶۰ منځني او پاتې يې لومړني ښوونځي دي او په ټولو کې څه باندې ۸۰۰ زره زده‌کوونکي زده‌کړې کوي.

Visits: 559

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.