ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا لس ولسوالۍ له مخابراتي خدماتو بې برخې دي

د پکتیکا لس ولسوالۍ له مخابراتي خدماتو بې برخې دي

author avatar
9 Jan 2023 - 15:56
د پکتیکا لس ولسوالۍ له مخابراتي خدماتو بې برخې دي
author avatar
9 Jan 2023 - 15:56

ښرنه (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۱): د پکتیکا اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت ۱۰ ولسوالۍ د مخابراتي خدماتو له پوښښه پاتې دي چې د خلکو ورځنۍ چارې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

خو د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي ریاست وايي چې د دغو ولسوالیو سروې شوې او هڅه کوي دغلته ژر خلکو ته مخابراتي خدمات ورسوي.

وازې‌خوا، ډیله، خوشامند، تروه، وړممۍ، ګومل، نعمت‌اباد، چهارباران، نکه او زېړوک د پکتیکا د ۲۴ ولسوالیو له ډلې هغه لس ولسوالۍ دي چې اوسېدونکي یې له مخابراتي خدماتو بې‌برخې دي.

د دغو ولسوالیو له ډلې د وړممۍ ولسوالۍ یوه قومي مشر بلوچ پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې تر دې دمه هیڅ مخابراتي شبکه فعالیت نه لري.

هغه زیاته کړه: «زموږ په سیمه کې مخابراتي شبکې نشته، له ګڼو ستونزو سره مخ یو، که لږ کار هم ولرو نو د یو او بل خبرولو لپاره له یوې ولسوالۍ بلې ته تګ راتګ کوو، د ناروغیو پېښېدو پر مهال نه شو کولای موټرچلوونکي ته زنګ وګړو او خپل ناروغان تر روغتیايي مرکزه ورسوو.»

د وازې‌خوا ولسوالۍ یوه مخور خوشال پژواک خبري اژانس ته وویل، د مخابراتي خدماتو نشتوالي دغه ولسوالي له پرمختګه وروسته پاتې کړې ده.

هغه زیاته کړه: «د مخابراتي خدماتو د نشتوالي له امله څوک په دې ولسوالي کې کار ته زړه نه ښه کوي، دلته چې د دولت یا موسسو کارمندان یو ځل راشي نو بیا نه راځي؛ وايي دا سیمه لکه جېل داسې ده.»

دی غوښتنه کوي چې په لومړي ګام کې دې په ټولو هغو ولسوالیو کې چې له مخابراتي پوښښه پاتې دي، مخابراتي خدمات پیل شي او وروسته دې خلکو ته د ژوند نورې اسانتیاوې برابرې شي.

د ګومل ولسوالۍ یو اوسېدونکی غمی هم وايي چې د مخابراتي خدماتو نشتوالي له امله د دې ولسوالۍ خلک نه یوازې له ستونزو سره مخ دي، بلکې د ژوند له نورو اسانتیاوو هم بې برخې دي.

دی وايي: «له حکومته غواړو چې د پکتیکا وروسته پاتې ولسوالیو ته پام وکړي، خلکو ته دې مخابراتي خدمات وړاندې کړي څو دغه ولسوالۍ له دې لارې له نړۍ سره ونښلي.»

د پکتیکا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي ریاست وايي، د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې تخنیکي سروې شوې او د دوی هڅه دا ده چې دغو ولسوالیو ته مخابراتي خدمات وغځوي.

د دغه ریاست اړوند د اترا ادارې مسوول سید ابراهیم جاهد پژواک ته وویل: «هڅه مو دا ده چې د پکتیکا هغه ټولې ولسوالۍ تر مخابراتي پوښښ لاندې راولو چې مخابراتي خدمات په کې نشته، په دې برخه کې د دغو ولسوالیو سروې وار له مخه بشپړه شوې ده.»

هغه زیاته کړه، را روان کال کې به مخابراتي شرکتونه او اترا اداره په ګډه کار وکړي څو یادو سیمو ته مخابراتي خدمات ورسوي.

د ده په خبره، که مخابراتي شبکې یادو سیمو ته خپل خدمات و نه غځوي نو اترا اداره به د مخابراتو له پرمختیايي بودجې یوه برخه دغو ولسوالیو ته ځانګړې کړې څو ټولې سیمې د مخابراتي خدماتو تر پوښښ لاندې راشي.

Visits: 135

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.