ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښاروالي وايي، د ښار د ښکلا لپاره یې ۴۰۰ زره نیالګي او موسمي ګلان روزلي

د کابل ښاروالي وايي، د ښار د ښکلا لپاره یې ۴۰۰ زره نیالګي او موسمي ګلان روزلي

author avatar
10 Jan 2023 - 09:54
د کابل ښاروالي وايي، د ښار د ښکلا لپاره یې ۴۰۰ زره نیالګي او موسمي ګلان روزلي
author avatar
10 Jan 2023 - 09:54

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): د کابل ښاروالي وایي، د کابل ښار د لا ښکلا په موخه د ۲۰۰ زره نیالګیو او ۲۰۰ زره موسمي ګلانو روزنه او پالنه روانه ده او د نوي کال په رارسېدو به یې د اېښودو لړۍ پیل شي.

د کابل ښاروالۍ نن (د مرغومي ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی په قوریو کې ۲۰۰ زره نیالګي او ۲۰۰ زره موسمي ګلان تر روزنې او پالنې لاندې دي.

سرچينې لیکلي: «په نیالګیو کې مورپان، چنار، ناجو، دیوار بید، او ډول ډول ګلان لکه مرسل، جیري بند او نور زینتي ګلان شامل دي چې په معیاري توګه د زرغونتیا ریاست په شنو خونو او قوریو کې د ودې په حال کې دي.»

کابل ښاروالي وایي، یاد نیالګي او ګلان به د نیالګیو اېښودو موسم کې د سړکونو غاړو، ګلدانونو، غونډیو او د ښار په کچه په نورو سیمو کې کېنول شي.

سرچينې لیکلي، په وروستیو کې د زرغونتیا ریاست له لوري په پارکونو کې څه باندې ۲۰ شنې خونې، ګلخانې او قوریې جوړې شوې دي چې ورسره جوخت د نیالګیو او ګلانو په تولید کې ډېروالی راغلی دی.

Views: 211

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.