ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اتاترک ماشومانو روغتون ځینې رغول شوې څانګې پرانیستل شوې

د اتاترک ماشومانو روغتون ځینې رغول شوې څانګې پرانیستل شوې

author avatar
10 Jan 2023 - 18:26
د اتاترک ماشومانو روغتون ځینې رغول شوې څانګې پرانیستل شوې
author avatar
10 Jan 2023 - 18:26

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): په کابل ښار کې د اتاترک ماشومانو ملي روغتون ځينې څانګې چې د روغتیا نړۍوال سازمان او اغاخان شبکې د ۳۵ میلیون افغانیو په مالي لګښت تجهیز او رغول شوې دي، نن پرانیستل شوې.

د اتاترک ماشومانو ملي روغتون د ۲۰۰ بسترونو په لرلو چې په داخله، جراحي، پزه او ستوني څانګو کې فعالیت کوي، په دې وروستیو کې ځینې برخې یې د روغتیا نړۍوال سازمان او اغاخان موسسې په مرسته ورغول شوې، په پرمختللو وسایلو سمبال او نن (د مرغومي ۲۰مه) پرانیستل شوې.

د یاد روغتون رییس ډاکټر نورالله منصور په همدې تړاو مراسمو کې چې په یاد روغتون کې جوړ شوي وو وویل، په تېر یوه کال کې د یاد روغتون عاجل، جراحي، داخلې او خوارځواکۍ څانګې یې بیا رغولې  دي.

نوموړي وویل چې یاد روغتون ته طبي وسایل، لکه د اکسرې ماشین او تلویزوني معاینو ماشینونو اخیستل شوي او نصب شوي او همداراز د روغتون لابرتوار په نوو وسایلو سمبال شوی دی.

د سرچینې په خبره، یاد روغتون چې ۲۰۰ بستره لري، ۱۶۰ یې د داخلې او ۴۰ نور یې د جراحي څانګې ته ځانګړي شوي دي.

هغه وایي، په پرمختللو وسایلو د دغه روغتون په سمبالولو او رغولو سره، د خدماتو کیفیت لوړ شوی؛ ځکه پخوا په دغه روغتون کې پرمختللي وسایل او تجهیزات نه وو.

Visits: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.