کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): په کابل ښار کې د اتاترک ماشومانو ملي روغتون ځينې څانګې چې د روغتیا نړۍوال سازمان او اغاخان شبکې د ۳۵ میلیون افغانیو په مالي لګښت تجهیز او رغول شوې دي، نن پرانیستل شوې.
د اتاترک ماشومانو ملي روغتون د ۲۰۰ بسترونو په لرلو چې په داخله، جراحي، پزه او ستوني څانګو کې فعالیت کوي، په دې وروستیو کې ځینې برخې یې د روغتیا نړۍوال سازمان او اغاخان موسسې په مرسته ورغول شوې، په پرمختللو وسایلو سمبال او نن (د مرغومي ۲۰مه) پرانیستل شوې.
د یاد روغتون رییس ډاکټر نورالله منصور په همدې تړاو مراسمو کې چې په یاد روغتون کې جوړ شوي وو وویل، په تېر یوه کال کې د یاد روغتون عاجل، جراحي، داخلې او خوارځواکۍ څانګې یې بیا رغولې دي.
نوموړي وویل چې یاد روغتون ته طبي وسایل، لکه د اکسرې ماشین او تلویزوني معاینو ماشینونو اخیستل شوي او نصب شوي او همداراز د روغتون لابرتوار په نوو وسایلو سمبال شوی دی.
د سرچینې په خبره، یاد روغتون چې ۲۰۰ بستره لري، ۱۶۰ یې د داخلې او ۴۰ نور یې د جراحي څانګې ته ځانګړي شوي دي.
هغه وایي، په پرمختللو وسایلو د دغه روغتون په سمبالولو او رغولو سره، د خدماتو کیفیت لوړ شوی؛ ځکه پخوا په دغه روغتون کې پرمختللي وسایل او تجهیزات نه وو.
Hits: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن