کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): د اسلامي همکاریو سازمان وايي، د روانې اونۍ چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو او بشري وضعیت په اړه غونډه جوړوي.
یاد سازمان پرون (دوشنبې) ناوخته په یوه ټویټ کې لیکي، د اسلامي همکاریو نړۍوال سازمان دارالانشا سبا (چهارشنبې، د مرغومي ۲۱مه) د سعودي په جده ښار کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې د افغانستان وروستیو تحولاتو او بشري وضعیت په اړه د اجرائیوي کمېټې بېړنۍ غونډه جوړوي.
په ټویټ کې راغلي: «وروستیو اقداماتو ته په کتو سره په افغانستان کې د چارواکو له خوا د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل او په داخلي او نړۍوالو نادولتي موسسو کې د ښځو د کار ځنډول، دغه سازمان او د اسلامي فقهې نړۍوالې شورا په خپلو تېرو بیانیو کې دا د شریعت له اهدافو او د امت له اجماع سره په ټکر کې بللي دي.»
د یادونې ده، د لوړو زدهکړو وزارت د روان کال د لېندۍ په ۲۹مه وویل، په هېواد کې د نجونو زدهکړې تر «امر ثانی» وځنډول شوې.
د افغانستان اقتصاد وزارت هم د مرغومي په ۳مه په داخلي او خارجي موسسو کې د ښځينه کارکوونکو کار تر دویم امر پورې وځنډاوه.
دغه راز د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې دیني عالمان هڅه کوي چې په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار لپاره له افغاني کلتور سره سم شرعي حللار پیدا کړي.
Views: 66
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن