Language

مجاهد: هېوادونه او نړۍوال سازمانونه دې بشري موضوعات او مرستې له سیاسي مسایلو سره نه تړي

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو استازې د هغې غوښتنې په غبرګون کې چې د امنیت شورا له غړو یې غوښتي، په افغانستان کې د خلکو له بنسټیزو حقونو د سرغړونې سیاست په مخالفت کې سره متحد شي وایي، «اسلامي امارت هڅه کوي چې ټولې چارې د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (جمعه، د مرغومي ۲۳مه) د افغانستان په اړه ناسته ترسره کړه او د دغې شورا ځينو غړو، په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایوا په یاده ناسته کې ویلي چې د امنیت شورا غړي باید په افغانستان کې د خلکو له بنسټیزو حقونو د سرغړونې سیاست په مخالفت کې متحد شي.

د ملګرو ملتونو ویبسایټ د You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.