کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ملګرو ملتونو استازې د هغې غوښتنې په غبرګون کې چې د امنیت شورا له غړو یې غوښتي، په افغانستان کې د خلکو له بنسټیزو حقونو د سرغړونې سیاست په مخالفت کې سره متحد شي وایي، «اسلامي امارت هڅه کوي چې ټولې چارې د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (جمعه، د مرغومي ۲۳مه) د افغانستان په اړه ناسته ترسره کړه او د دغې شورا ځينو غړو، په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایوا په یاده ناسته کې ویلي چې د امنیت شورا غړي باید په افغانستان کې د خلکو له بنسټیزو حقونو د سرغړونې سیاست په مخالفت کې متحد شي.
د ملګرو ملتونو ویبسایټ د راپور له مخې، اوتونبایوا په یاده ناسته کې ټينګار کړی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو منع کول، پوهنتونونو ته د ښځو د ورتګ مخنیوی او په بشردوستانه بنسټونو کې د هغو د کار ځنډولو په ګډون د «اسلامي امارت» پرېکړې «د بنیادي حقونو نقضولو جدي موارد» دي.
په یاده ناسته کې د البانیا، برازیل، اکوادور، فرانسې، ګابن، جاپان، مالتا، سویس، متحده عربي اماراتو، بریتانیا او امریکا هېوادونو استازو ګډون کړی و.
د یادې شورا یولسو غړو د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د دې شورا ۲۵۹۳ پرېکړهلیک له مخې دې د افغانستان له خوا پر کړو ژمنو پابند پاتې شي، د ښځو او نجونو حقونو او په مختلفو برخو په ځانګړې توګه سیاست، اقتصاد، زدهکړو او د ټولنې عمومي فضا کې د هغو بشپړ، برابر او معنالرونکي ګډون ته احترام وکړي.
د امنیت شورا دغه غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان سرپرست حکومت په تېره یوه میاشت کې په څو جلا فرمانونو کې په نادولتي موسسو کې د ښځو کار او په پوهنتونونو کې د هغوی زدهکړې تر دویم امر پورې منع اعلان کړل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه ټویټ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یادې ناستې په اړه لیکلي: «ا.ا.ا د هغوی اندېښنې درک کوي؛ خو اسلامي امارت هڅه کوي چې ټولې چارې د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي، ځکه چې د خپل دین او خلکو پر وړاندې د مسوولیت احساس له مخې نه شي کولای چې په هېواد کې غیرشرعي اقداماتو ته اجازه ورکړي.»
هغه زیاته کړې: «دا ایجابوي چې نړۍوال سازمانونه او هېوادونه، زموږ د هېواد وضعیت او زموږ د ملت دیني غوښتنې درک کړي او بشري موضوعګانې او همداراز بشري مرستې دې له سیاسي مسایلو سره نه تړي؛ موږ په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته چمتو یو چې له اسلامي اصولو او زموږ د هېواد له ارزښتونو سره مطابقت ولري.»
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










