مزارشریف (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): په بلخ کې د سوداګريزو اعلانونو کمېسيون وايي، سوداګریز او تولیدي شرکتونه باید د خپلو توکو له کیفیت سره سم اعلانات خپاره کړي، که نه قانوني چلند به ورسره وشي.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ او د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو د استازو په ګډون، د سوداګریزو اعلاناتو د ارزونې کمېسیون جوړ او فعالیت یې پیل کړ.
مسوولین وایي، دغه کمېسیون یې د بېکیفیته تولیدي او واردونکو توکو له عرضې څخه د مخنیوي په موخه جوړ کړی دى.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ريیس قاري امیرمحمد متقي وایي، دغه کمېسيون د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هڅو او مشرۍ جوړ شوی و او نن یې په بلخ ولایت کې هم فعالیت پیل کړ.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP