منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۴ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ارزونې کمېسيون: سوداګريز اعلانونه دې د توکو کيفيت ته په کتو جوړ شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۹۳ کتنې

مزارشریف (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): په بلخ کې د سوداګريزو اعلانونو کمېسيون وايي، سوداګریز او تولیدي شرکتونه باید د خپلو توکو له کیفیت سره سم اعلانات خپاره کړي، که نه قانوني چلند به ورسره وشي.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ او د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو د استازو په ګډون، د سوداګریزو اعلاناتو د ارزونې کمېسیون جوړ او فعالیت یې پیل کړ.

مسوولین وایي، دغه کمېسیون یې د بې‌کیفیته تولیدي او واردونکو توکو له عرضې څخه د مخنیوي په موخه جوړ کړی دى.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ريیس قاري امیرمحمد متقي وایي، دغه کمېسيون د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هڅو او مشرۍ جوړ شوی و او نن یې په بلخ ولایت کې هم فعالیت پیل کړ.

نوموړی زیاتوي چې دغه کمېسیون د بې‌کیفیته توکو او غیرواقعي خدماتو له عرضې او اعلاناتو څخه مخنیوی کوي.

په همدې حال کې، د بلخ د صنعت او کانونو خونې ريیس امام‌الدین سنایي‌زاده وایي چې سوداګریز اعلانات د خدماتو او توکو د بازارموندنې په برخه کې اغېزناک رول لري خو اعلانات بايد د توکو نورم او سټنډرډ ته په کتو خپاره شي.

بلخوا، په بلخ کې د اصنافو خونې ریيس میرویس احمدي هم وایي چې دغه کمېسیون له مستهلکینو سره مرسته کوي څو هغه څه چې په اعلاناتو کې ویني، پر هماغه کیفیت یې له بازاره ترلاسه کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد