ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د دوو کورنیو ترمنځ نښته کې پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

پروان کې د دوو کورنیو ترمنځ نښته کې پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
16 Jan 2023 - 10:03
پروان کې د دوو کورنیو ترمنځ نښته کې پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
16 Jan 2023 - 10:03

چاریکار (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۱): د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز چاریکار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې د یوې کورنۍ دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د پروان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدکامران زید وایي، دغه پېښه نن د پروان د مرکز چاریکار ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه: «یاده شخړه د دوو کورنیو ترمنځ پېښه شوې چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ دوه کسان چې ګلزی او شاهد نومېږي، وژل شوي او دری نور چې ځاځی، بیلتون او حاجي قدیر نومېږي، زخمیان دي.»

دی وایي چې په دې قضیه کې د یوه کس پنځه زامن ښکېل دي او تر اوسه یې یو د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

زید د یادو دوو کورنیو ترمنځ د نښتې لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

Views: 1167

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.