ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ اوسېدونکي د برېښنا له لوړې بیې شکایت کوي

د بلخ اوسېدونکي د برېښنا له لوړې بیې شکایت کوي

author avatar
16 Jan 2023 - 15:48
د بلخ اوسېدونکي د برېښنا له لوړې بیې شکایت کوي
author avatar
16 Jan 2023 - 15:48

مزارشریف (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۱): د بلخ اوسېدونکي شکایت کوي چې د نورو ولایتونو په پرتله په دغه ولایت کې د برېښنا بیه نږدې درې برابره لوړه ده او حکومت یې باید کمه کړي.

دوی وايي، په بلخ کې د هر کیلوواټ عادي برېښنا بیه ۶،۲۵ افغانۍ ده، حال دا چې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ۲،۵ افغانۍ بیه لري.

ګل میر- چې په مزارشریف ښار کې ټکسي چلوي- پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوه میاشتو د برېښنا لګښت بیل یې ۵ زره افغانۍ راغلی او دی د دومره مقدار پیسو تحویلولو توان نه لري.

هغه زیاته کړه، په بلخ کې د برېښنا د یوه کیلوواټ بیه ۶،۲۵ افغانۍ ده، خو په کابل او نورو ولایتونو کې بیا دغه بیه ۲،۵ افغانۍ ده.

نوموړی له حکومته غواړي چې په یاد ولایت کې هم د برېښنا بیه د نورو ولایتونو په څېر کړي.

د مزارشریف بل اوسېدونکی عنایت‌الله هم وایي چې د نورو ولایتونو په پرتله په بلخ کې د برېښنا بیه لوړه ده، حکومت باید په ټولو ولایتونو کې د برېښنا بیه یوه کړي.

د بلخ ولایت بل اوسېدونکی الله‌داد هم د برېښنا له لوړې بیې شکایت کوي او وايي، روان اقتصادي وضعیت په ټول هېواد کې یو شان اغېز کړی، حکومت باید له هېوادوالو سره دوه‌ګونی چلند ونه کړي.

هغه وايي: «نه پوهېږو چې ولې په بلخ کې د برېښنا بیه لوړه او د کابل په ګډون په نورو ولایتونو کې ټیټه ده، حکومت باید ټولو ته په یوه سترګه وګوري.»

د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین هم مني چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا بیې توپیر لري خو وايي، هڅې یې پیل کړې چې په ټولو ولایتونو کې د برېښنا بیه یو شان کړي.

د یاد شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د برېښنا تعرفه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې بېلابېلې بیې لري، خو دغه شرکت له تېر یوه کال راهیسې هڅه کوي څو د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپلو مشتریانو ته یوه بیه برېښنایي تعرفه وړاندې کړي.»

په بلخ کې دا مهال د یو کیلوواټ عادي برېښنا بیه ۶،۲۵ افغانۍ، په هرات کې ۴ افغانۍ او د هېواد په پلازمېنه کابل کې ۲،۵ افغانۍ ده.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.