Language

نبیل بهر کې نوی ګوند اعلان کړ؛ مجاهد وايي، بې‌ګټې او بې‌اثره دی

کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل - چې له هېواده بهر اوسي ـ د نوي ګوند جوړېدو خبر ورکړ؛ خو اسلامي امارت وایي، د داسې څېرو له خوا د ګوند جوړول هېڅ ګټه او اثر نه لري او چاته به اجازه ورنه کړي چې افغانان سره متفرق کړي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل تېره شپه «د افغانستان د آزادۍ ملي ګوند» په نوم د نوي سیاسي خوځښت د جوړېدو خبر ورکړ.

نبیل په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې افغانستان د پرځېدو او یوه بې‌ساري ناورين پر پاڼ ولاړ دی او دغه ګوند د هېواد د ځکمنۍ بشپړتیا، یووالي او خپلواکۍ ساتنې او د یوه غیرمتمرکز نظام جوړېدو لپاره مبارزه کوي.

خو د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «دغسې اقدامات کومه ګټه نه لري، هغه معلوم‌الحاله څېرې چې د استخباراتو روزل شوي وو او د خاصو اهدافو لپاره افغانستان کې ناکامه تجربه یې خلکو ته پرېښوده، نو د هغو د ګوند جوړېدل هېڅ اثر نه لري او نه د افغانانو درد دوا کولای شي.»

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.