منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۱ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نبیل بهر کې نوی ګوند اعلان کړ؛ مجاهد وايي، بې‌ګټې او بې‌اثره دی

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۲۵ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل - چې له هېواده بهر اوسي ـ د نوي ګوند جوړېدو خبر ورکړ؛ خو اسلامي امارت وایي، د داسې څېرو له خوا د ګوند جوړول هېڅ ګټه او اثر نه لري او چاته به اجازه ورنه کړي چې افغانان سره متفرق کړي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل تېره شپه «د افغانستان د آزادۍ ملي ګوند» په نوم د نوي سیاسي خوځښت د جوړېدو خبر ورکړ.

نبیل په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې افغانستان د پرځېدو او یوه بې‌ساري ناورين پر پاڼ ولاړ دی او دغه ګوند د هېواد د ځکمنۍ بشپړتیا، یووالي او خپلواکۍ ساتنې او د یوه غیرمتمرکز نظام جوړېدو لپاره مبارزه کوي.

خو د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «دغسې اقدامات کومه ګټه نه لري، هغه معلوم‌الحاله څېرې چې د استخباراتو روزل شوي وو او د خاصو اهدافو لپاره افغانستان کې ناکامه تجربه یې خلکو ته پرېښوده، نو د هغو د ګوند جوړېدل هېڅ اثر نه لري او نه د افغانانو درد دوا کولای شي.»

هغه زياتوي، د افغانستان اسلامي امارت داسې څه ته اجازه نه ورکوي چې له امله یې د افغانستان خلک پر بېلابېلو عنوانونو او نومونو سره متفرق او وشیندل شي.

د سياسي چارو شنونکی نجیب‌الله جامع وايي، په دې وروستیو کې خلک اوري او ګوري چې د تېر حکومت ځيني مطرح سیاسي او نظامي شخصیتونه له واکمن نظام سره په مخالفت کې سیاسي ډلې ټپلې اعلانوي، دا د دوی حق دی او پر حکومت یې په ځلونو غړی کړی چې ټولو دغه جریانونو ته له کوم توپیر پرته د سیاست او حکومت کې د کار کولو شرایط برابر کړي.

خو نوموړی زياتوي: «ولې د دغه جلاوطنه سیاسي جریانونو له جملی څخه هغه شمېر یې چې لا هم په وطن کې د پردیو نیابتي جګړه غواړي او یا د فډرالیزم او د نظام د غیر متمرکزوالي شعارونه ورکوي، هغه غیر متمرکزتوب چې داعیه‌داران یې په حقیقت کې له ملي هویت، افغانستان او د دې ملت له بشپړ تاریخ څخه هم انکار کوي، دغه ډله خلک بیا د افغانستان د ثبات او بقا بربنډ دښمنان دي؛ داسې چې د دوی له اړخه د سیاسي ډلو جوړول پرون هم ملت ته زهرجنه تجربه وه او نن یې هم د سیاسي او استخباراتی دوکاندارانو په توګه پېژني.»

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست