[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د ګازو ټاپي پروژې له اجرایيوی رییس سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ شهابالدین دلاور، د ټاپي پروژې نللیکې کمپنۍ له اجرائيوي رئيس محمد مراد امانوف او مل پلاوي سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، د دې لیدنې په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وويل چې ټاپي پروژه نه یوازې د افغانستان بلکې د درېیو نورو هېوادونو لپاره هم مهمه او حیاتي ده او اسلامي امارت د دغې پروژې عملي چارو ژر پيلېدو په تمه دی.
د ټاپي پروژې اجرائيوي رییس، د دې پروژې د تطبیق په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کانونو او پټرولیم وزارت له ملاتړه د مننې ترڅنګ، د خپل هېواد په استازیتوب د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
سرچینې زیاته کړې، دواړو لورو په دغه کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت، کرنې او مالدارۍ وزارت او ټاپي شرکت ترمنځ د ځمکې استملاک او د هرات صنعتي ښارګوټي او ښاریانو ته د ګاز وېش په اړه د درېاړخیز هوکړهلیک د لاسلیک په اړه بحث او خبرې وکړې.
د یادونې ده، د بهرنیو چارو، کرنې او مالدارۍ او مالیې وزارتونو، د چاپېریال ساتنې ادارې او د افغانستان بانک استازو هم په دغه لیدنه کې د نظریاتو وړاندې کولو تر څنګ، د یادې پروژې د تطبیق په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د ټاپي پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو نللیکې غځولو پروژه ده چې د ۲۰۱۵ کال په می میاشت کې یې د کار پیلېدا عملي اړخ تړون د اړوندو هېوادونو ولسمشرانو ترمنځ د ترکمنستان په عشقاباد کې لاسلیک شو.
د ټاپي ګازو پایپلاین ۱۸۰۰ کیلومتره واټن لري چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته ګاز لېږدوي.
د دې نللیکې ۱۴۷ کیلومتره د ترکمنستان په خاوره کې او ۷۳۵ کیلومتره یې د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو له لارې غځېږي او ترڅنګ یې ۸۰۰ کیلومترو په اوږدوالي له پاکستان څخه تېرېږي.
دغه نللیکه د هرات- کندهار ترڅنګ، د پاکستان د کوېټې او ملتان له ښارونو تېرېږي او په پای کې به د هند فازیلیکا ته رسېږي.
افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالر د ترانزیټ او له بشپړېدو وروسته تر لسو کلونو ۵۰۰ میلیون مترمکعب ګاز او تر شلو کلونو پورې به یو میلیارد مترمکعب ګاز ترلاسه کوي.
د دې پروژې ټول لګښت ۲۲ میلیارد او ۵۰۰ میلیون ډالر ښودل شوی دی.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP