کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د کابل ښار په اوومه او دولسمه ناحیو کې د څه باندې ۶۵ میلیون افغانیو په لګښت، د سړکونو او کوڅو جوړولو درې پروژې بشپړې او نن د خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې.
د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، د اومې ناحيې په جنګلک سیمه کې د ۱۹۲۸ مترو په اوږدوالي او له ۱۵۰ تر ۶۵۰ سانتيمترو په پراخوالي سره، د لښتیو په ګډون ۲۶ کوڅې او فرعي سړکونه په بنسټیزه توګه د څه باندې ۶ میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۹ میاشتو په موده کې رغول شوي دي.
ده زياته کړه، دغهراز د دولسمې ناحیې اړوند د نواباد سیمې په ۲۵م ګذر کې، د ۲۵۰۱ مترو په اوږدوالي او بېلابېل پراخوالي لرلو سره یو سړک او د ۱۰۴۳ مترو په اوږدوالي یو کانال د ۲۰،۵ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
د هغه په وینا، د احمد شاه بابا مېنې په پنځلسم بلاک کې هم د ۱۲۱۱ مترو په اوږدوالي او ۱۶ مترو په پراخوالي د سړک دواړو څنډو ته د ګلدانونو او پليو لارو په ګډون دوه سړکونه د څه باندې ۳۹ میلیون افغانیو په لګښت د ۹ میاشتو په موده کې جوړ شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP