ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د ۶۵ میلیون افغانیو په لګښت درې رغنیزې پروژې بشپړې شوې

کابل ښار کې د ۶۵ میلیون افغانیو په لګښت درې رغنیزې پروژې بشپړې شوې

author avatar
17 Jan 2023 - 17:07
کابل ښار کې د ۶۵ میلیون افغانیو په لګښت درې رغنیزې پروژې بشپړې شوې
author avatar
17 Jan 2023 - 17:07

کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د کابل ښار په اوومه او دولسمه ناحیو کې د څه باندې ۶۵ میلیون افغانیو په لګښت، د سړکونو او کوڅو جوړولو درې پروژې بشپړې او نن د خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې.

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، د اومې ناحيې په جنګلک سیمه کې د ۱۹۲۸ مترو په اوږدوالي او له ۱۵۰  تر ۶۵۰ سانتي‌مترو په پراخوالي سره، د لښتیو په ګډون ۲۶ کوڅې او فرعي سړکونه په بنسټیزه توګه د څه باندې ۶ میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۹ میاشتو په موده کې رغول شوي دي.

ده زياته کړه، دغه‌راز د دولسمې ناحیې اړوند د نواباد سیمې په ۲۵م ګذر کې، د  ۲۵۰۱ مترو په اوږدوالي او بېلابېل پراخوالي لرلو سره یو سړک او د  ۱۰۴۳  مترو په اوږدوالي یو کانال د ۲۰،۵ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.

د هغه په وینا، د احمد شاه بابا مېنې په پنځلسم بلاک کې هم د ۱۲۱۱ مترو په اوږدوالي او ۱۶ مترو په پراخوالي د سړک دواړو څنډو ته د ګلدانونو او پليو لارو په ګډون دوه سړکونه د څه باندې ۳۹ میلیون افغانیو په لګښت د ۹ میاشتو په موده کې جوړ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.