ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې سړې هوا د کارګرو ماشومانو روزګار سخت کړی

کندوز کې سړې هوا د کارګرو ماشومانو روزګار سخت کړی

author avatar
18 Jan 2023 - 17:28
کندوز کې سړې هوا د کارګرو ماشومانو روزګار سخت کړی
author avatar
18 Jan 2023 - 17:28

کندوز (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۱): په کندوز کې سړې هوا د ځينو کارګرو ماشومانو – چې له سهاره تر ماښامه له سړکونو خځلې او توکي راټولوي- روزګار سخت کړی دی؛ خو حکومتي مسوولین د دغو ماشامانو د ستونزو پر هواري ټینګار کوي.

دغه ماشومان له حکومته غواړي چې له دوی سره مرسته وکړي.

۱۲ کلن صدیق‌الله چې یوه میاشت کېږي له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه هېواد ته راستون شوی وایي، بې‌وزلۍ او تنګلاسۍ اړ کړی چې په دې سړه هوا کې له سهاره تر ماښامه د کندوز ښار په واټونو کې خځلې راټولې کړي.

نوموړی له سرپرست حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې له بې‌وزلو ماشومانو سره دې مرسته وکړي.

هغه وویل: «د سون لرګي نه لرو، له حکومته غواړم له موږ سره دې مرسته وکړي، څلور ورځې کېږي چې له کوره بهر نه یو وتلي، په کور کې د خوړو څه نه لرو، موږ له حکومته غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.»

د صدیق‌الله په څېر یو شمېر نور ماشومان هم شته چې له خراب اقتصادي وضعیت سره مخ دي او په دې سړه هوا کې خځلې راټولوي.

یو بل کارګر ماشوم محمد یونس وایي چې په کور کې د خوړو ډوډۍ نه لري او اړ شوی چې په ښار کې خځلې او نور راټول کړي.

ده هم له حکومته وغوښتل چې له کارګرو ماشومانو سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې، د کندوز د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي احمدشاه حقاني په دغه ولایت د کاګرو ماشومانو ستونزو ته د رسېدو خبره کوي.

هغه وویل: «هغه ماشومان چې په ښار کې ګرځي راګرځي، یا سوالګري کوي، یا بوټونه رنګوي، یا سخت کارونه کوي، د ژمي په رارسېدو سره د وزارت له لوري موږ ته سپارښتنه شوې، څو هغوی سروې کړو، موږ له موسسو سره هم ناستې کړې، موږ د یادو ماشومانو سروې ترسره کړې، ان‌شاء‌الله ډېر ژر به اسلامي امارت او موسسې له دغو ماشومانو سره همکاري وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په کندوز کې د یوه حکومتي بنسټ د معلوماتو پر اساس، له دې مخکې په دغه ولایت کې ۱۴ زره هغه ماشومان پېژندل شوي چې پر سختو کارونو بوخت دي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.