Language

ننګرهار کې د لېتیم ډبرو د قاچاق په تړاو د دوو بهرنيانو په ګډون ۵ کسان نیول شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۱ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار چارواکي وايي، له دغه ولایته د لېتیم په نوم د زر ټنه قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی شوی او په دغه تړاو د دوو بهرنیانو په ګډون ۵ کسان نیول شوي دي.

په دې اړه د یاد ولایت د استخباراتو رياست او د کانونو او پټروليم وزارت مسوولينو نن په جلال‌اباد ښار یوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته معلومات ورکړل.

د استخباراتو لوی رياست د اپراتیفي چارو رييس ډاکټر بشير وويل، د کانونو او پټروليم له وزارت سره يې د ګډو هڅو په پايله کې د لېتیم په نوم د زر ټنه ډبرو د قاچاق مخه یې نیولې ده.

هغه زیاته کړه، دغه قیمتي ډبرې له کونړ څخه قاچاق کېدې چې شاوخوا ۲۰۰ ټنه یې جلال‌اباد ښار ته لېږدول شوې وې.

login or register a new account.