جلالاباد (پژواک، ۱ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار چارواکي وايي، له دغه ولایته د لېتیم په نوم د زر ټنه قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی شوی او په دغه تړاو د دوو بهرنیانو په ګډون ۵ کسان نیول شوي دي.
په دې اړه د یاد ولایت د استخباراتو رياست او د کانونو او پټروليم وزارت مسوولينو نن په جلالاباد ښار یوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته معلومات ورکړل.
د استخباراتو لوی رياست د اپراتیفي چارو رييس ډاکټر بشير وويل، د کانونو او پټروليم له وزارت سره يې د ګډو هڅو په پايله کې د لېتیم په نوم د زر ټنه ډبرو د قاچاق مخه یې نیولې ده.
هغه زیاته کړه، دغه قیمتي ډبرې له کونړ څخه قاچاق کېدې چې شاوخوا ۲۰۰ ټنه یې جلالاباد ښار ته لېږدول شوې وې.
نوموړی وايي، په دې تړاو پنځه کسان نيول شوي چې دوه يې بهرنيان دي، خو د هغوی د هویت په اړه یې معلومات ور نه کړل.
بشیر وړاندې وويل: «د کانونو وزارت او د استخباراتو رياست رهبري په ګډه په دې خبر شوي وو چې د قيمتي ډبرو د قاچاق کوم پروګرام روان دی، قرارداد يې نه دی شوی او په خفيه طريقې باندې يې وړي، دوی ته مو لږ وخت هم ورکړی و چې د دوی اصلي عاملين پيدا شي، هماغه وو چې دوه تنه بهرني اتباع او د هغوی درې تنه داخلي همکاران ونیول شول.»
هغه زياته کړه، يادې قيمتي ډبرې د کانونو او پټروليم وزارت ته وسپارل شوې او د نيول شوو کسانو دوسيې به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د کانونو او پټروليم وزارت د عوايدو د تنظيم رييس مولوي محمدرسول عقاب وويل، په تېر نظام کې دغه ډبرې کيلو په پنځه افغانۍ پاکستان او نورو هېوادونو ته قاچاق کېدلې خو د «اسلامي امارت» له واکمنېدو سره یې د وزارت په لابراتوار کې دا ډبرې معاينه کړې چې تر ۳۰ سلنه يې لېتیم درلودل نو ځکه يې کېندنه بنده شوه.
هغه وايي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې دغه ډول قيمتي او ارزښتناک توکي له هېواده قاچاق کړي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، له لېتیم څخه د بېټریو او نورو توکو په جوړولو کې کار اخیستل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










