ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د تېرو لسو میاشتو پر مهال د شري له امله ۴۶ ماشومان مړه شوي

کندوز کې د تېرو لسو میاشتو پر مهال د شري له امله ۴۶ ماشومان مړه شوي

author avatar
22 Jan 2023 - 12:43
کندوز کې د تېرو لسو میاشتو پر مهال د شري له امله ۴۶ ماشومان مړه شوي
author avatar
22 Jan 2023 - 12:43

کندوز (پژواک، ٢ سلواغه ١۴٠١): د کندوز روغتيايي مسوولین که څه هم وايي چې د تېر کال په پرتله په دغه ولايت کې د شري پېښې کمې شوې دي، خو په تېرو لسو مياشتو کې د دې ناروغۍ له امله ۴۶ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ورته وخت کې، ډاکټران پر شري د اخته کېدو لامل د واکسين نه تطبيقول بولي او له خلکو غواړي چې د دغې ناروغۍ د له منځه تلو لپاره دې خپل ماشومان واکسین کړي او روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

د کندوز د حوزوي روغتون سرطبيب محب‌الله ناصري پژواک اژانس ته وويل، د روان کال په لسو مياشتو کې په دغه ولايت کې د شري ناروغۍ پېښو کې د تېر کال لسو مياشتو په پرتله شل سلنه کموالى راغلى دى.

د هغه په وینا، د روان کال په لسو میاشتو کې دغه روغتون کې د شري ۱۳۷۰ پېښې ثبت شوې چې له ډلې یې ۴۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه، د تېر کال په لسو میاشتو کې د شري ناروغۍ ۱۷۴۰ پېښې ثبت شوې وې چې له دې ډلې ۶۱ کسان مړه شوي وو.

هغه زیاتوي: «که له دې پلوه سږ کال له تېر کال سره پرتله کړو، موږ ۲۰ سلنه په روغتون کې بستر کېدو او ۲۶ سلنه د مړینې پېښې کمې لرو.»

نوموړی د شري ناروغانو د کمښت لامل په دغه ولایت کې د واکسین تطبیق ګڼي.

په ورته مهال، د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر جیلاني عطايي په یاد ولایت کې د شري پېښو کمېدو لامل د شري واکسین تطبیق ګڼي او وايي، د شري ضد واکسین کمپاین په ترڅ کې ۱۴۰ زره ماشومان واکسین شوي دي.

له بلې خوا، ډاکټران په دې باور دي چې د شري لامل د دې ناروغۍ د واکسین نه تطبیق دی.

د ماشومانو څانګې متخصص عنایت‌الرحمان وایي: «شری یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې په اسانۍ سره نورو ماشومانو ته انتقالېږي، د مخنیوي لار یې منظم واکسین کول دي، حفظ الصحه باید مراعت شي او د ماشومانو د معافیت سیستم باید پیاوړی شي.»

شری د تنفسي سیستم یو ډول عفونت دی او چټکه ساري بڼه لري؛ دغه ناروغي کم‌عمره کسان یا تازه زېږېدلي ماشومان پر خوارځواکۍ او د کمزوري معافیت لرونکي کسان پر جدي عوارضو اخته کوي.

Visits: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.