کندهار (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د کندهار د تخنیکي او مسلکي زدهکړو امریت له لوري په دغه ولایت کې جوړ شوی موټر نندارې ته وړاندې شو او جوړوونکو ته یې ۳۵۰ زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.
په دې اړه د کندهار ښار د عمومي باغ په لوبغالي کې مراسم جوړ شوي وو چې د دغه ولایت د چارواکو او سوداګرو ترڅنګ، له کابله ورغلو یو شمېر مېلمنو هم ګډون په کې کړی وو.
د دغه موټر جوړوونکې ډلې مشر جمیل احمد قریشي وویل، دغه موټر ته یې «بویک ۱۹۱۰» نوم ورکړی چې د دوو کلونو په موده کې د اتو کسانو په زیار جوړ شوی دی.
نوموړی وايي، په دغه موټر کې یې ماشین او د ماشین اړوندې پرزې د نورو موټرونو کارولې خو باډۍ او نورې برخې یې په خپلو لاسونو جوړې کړې دي.
هغه زیاته کړه: «دا موټر مو په اتو تنو جوړ کړی او دوه ټیمونه وو چې څلورو تنو یې د ماشین او څلورو نورو یې د باډۍ پر برخو کار کاوه، پر دغه موټر زموږ څخه ۴ زره ډالر مصرف شوي دي.»
قریشي وویل، خوښ دی چې د دوی په زیار جوړ شوي موټر لپاره د نندارې مراسم جوړ شوي، د چارواکو او سوداګرو دا ډول هڅونه په راتلونکي کې دوی نورو نوښتونو ته هم هڅوي.
د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مسوولین وایي، د یاد موټر جوړوونکو ځوانانو د دغه امریت د موټرونو ماشین جوړولو په څانګه کې زدهکړې کړې دي.
د یادې ادارې د حرفوي پروګرامونو د سمون رییس مولوي عبدالودود هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، دغو ځوانانو ښه نوښت کړی او دا چاره نورو ځوانانو ته د نوښت لار پرانيزي.
نوموړي وویل: «دغه ډول نوښتګر ځوانان زموږ سرمایه ده، دوی په تېر کې مایوسه شوي وو، خو موږ یې همکار یو څو لا ډېر نوښتونه وکړي.»
د غونډې ګډونوال او ملي سوداګر محمد ولي هوتک وویل، دا د علم برکت دی چې ځوانانو وکولای شول په کمو امکاناتو داسې یو نوښت وکړي.
هغه وویل: «دا د ډېر افتخار ځای دی چې ځوانانو مو په ناڅیزه امکاناتو داسې نوښت کړی دی، که له یوې بلې زاویې ورته وګورو نو دا ټول د علم برکت دی او دنیا هم په علم سره مخ ته تللې ده.»
د نندارې په پای کې موټرجوړوونکې ډلې ته د کندهار د مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک له خوا سل زره، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا سل زره، د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د حرفوي پروګرامونو د سمون رییس له خوا پنځوس زره، د کندهار د تخنیکي او مسلکي زدهکړو امر حافظ کریمالله له خوا پنځوس زره او د «اسلامي امارت» د یوه غړي «جنرال مبین» له خوا پنځوس زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.
د یادونې ده، څو اوونۍ مخکې په کابل کې هم د یوه ځوان انجنیر له لوري جوړ شوی موټر نندارې ته وړاندې شو چې د خلکو د ستاینې وړ وګرځېد.
Views: 2772