ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د کرنې پراختیا وجهي صندوق» بېرته فعال شو

«د کرنې پراختیا وجهي صندوق» بېرته فعال شو

author avatar
22 Jan 2023 - 18:20
«د کرنې پراختیا وجهي صندوق» بېرته فعال شو
author avatar
22 Jan 2023 - 18:20

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): چارواکو د «د کرنې پراختیا وجهي صندوق» بیا فعالېدو په مراسمو کې له کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو وغوښتل چې له دغه صندوق سره مرسته او د افغانستان د کرنې سکتور کې پانګونه وکړي.

«د کرنې پراختیا وجهي صندوق» یو دولتي مالي غیربانکي بنسټ دی چې له یولسو کلونو راهیسې د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت تر رهبرۍ لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د کرنې برخې ودې لپاره د کروندګرو او د کرنې متشبثینو اسلامي مالي تمویل د دغه صندوق یوه اساسي دنده ده.

د کرنې وزارت په اعلامیه کې راغلي: «د کرنې پراختیا صندوق د اسلامي تمویل لړۍ چې د اسلامي امارت له فتحې وروسته د افغانستان د محاکمو په اصولو او بانکي سیستمونو کې د تغییراتو له امله ځنډول شوې وه، اوس یادو تغییراتو ته په پام سره بېرته فعالیت پیلوي.»

په یادو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د یاد صندوق بیاځلي فعالېدل وستایه او له کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو یې وغوښتل چې په دغه سکټور کې پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت له هغو پانګه‌والو ملاتړ کوي چې په دې برخه کې پانګونه کوي، دوی ته به اړینې اسانتیاوې برابرې کړي او پانګه به یې خوندي وي.

حنفي په ټينګار سره وایي: «خپل ملي سوداګر هڅوو چې راشي او د کرنې، انرژۍ او روغتیایې سکتور کې د وزارت له لارې پانګونه وکړي.»

نوموړي په حکومتي ادارو کې د اداري فساد پر له منځه وړلو د ټینګار ترڅنګ وویل: «له بده‌مرغه په ځینو ادارو کې بروکراسي شته، خو موږ مصمم یو او په ټولو ادارو کې د بروکراسۍ له منځه وړلو په حال کې یو.»

په ورته وخت کې، د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطالله عمري په یاو مراسمو ک وویل، که څه هم افغانستان یو کرنیز هېواد دی، خو په دې برخه کې لږ کار شوی دی.

نوموړي په داسې حال کې چې ویل، اوسمهال په هېواد کې د امنیت تامنېدو له امله په ټولو برخو او په ځانګړې توګه کرنې برخه کې د پانګونې زمینه برابره ده، له نړۍوالو خیریه بنسټونو او مرستندویه موسسو وغوښتل چې د افغانستان له کرنې سکټور سره مرسته او همکاري وکړي.

هغه د یاد صندوق بیاځلي فعالېدل وستایه او ویې ویل، له کروندګرو سره به د کرنې د ودې په موخه مرسته وکړي.

Visits: 60

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.