جلال اباد (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې ۵۷۲۳ جريبه ځمکه له غصب څخه وژغول شول چې کلونه یې د مالکیت پر سر د ځايي خلکو له لوري لانجه روانه وه.
چارواکي وايي، دغه ځمکه دولتي وه او هېڅ اړخ يې په اړه قانوني اسناد نه درلودل خو په خپلو منځونو کې پرې په لانجه بوخت وو.
د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس عبدالستار محمد چې د يوه پلاوي په مشرۍ يې دغه ولايت کې د غصب شويو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ پيل کړې، په تازه څرګندونو کې يې ويلی چې شېرزادو ولسوالۍ کې يې نږدې ۶۰۰۰ جريبه ځمکه له غصبه خلاصه کړه.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د سلواغې په ۳مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله راغلي: «د ولایت مقام له هدایت سره سم د یادې ولسوالۍ د ګندمګ سیمې ته د سفر په ترڅ کې مو هغه سیمې وکتلې چې د دوو قومونو هر یو لقمان خېلو او پننګزيو ترمنځ چې تقریباً ۳۵۲۹ جریبه دښته کیږي، لانجه پورته شوې وه.»
محمد زیاته کړه چې د دواړو قومونو له مشرانو سره د یادې دښتې په اړه هېڅ ډول شرعي او قانوني اسناد موجود نه و چې د کادستر د فني مسوولینو له بررسۍ وروسته یاده دښته د تخنیکي پلاوي د غړو لخوا دولتي ملکیت تثبیت شوه.
دی زياتوي، د دواړو قومونو مشرانو ته خبردارۍ ورکړل شو چې په یاده سیمه کې له تصرف او کار کولو ډډه وکړي او که هر لوري سرغړونه وکړه، عدلی او قضایي ارګانونو ته به ور وپیژندل شي.
دغه راز د کرنې رييس وايي، د تخنیکي پلاوي غړو د ګندمګ په بله سیمه کې ۲۱۹۴ جريبه ځمکه چې د غیر مسوولو اشخاصو لخوا پکې د ودانیو جوړولو لپاره ډبرې اچول شوې وې، هم له غصبه وژغول شوه.
دی وايي، د ولسوالۍ مسوولينو ته سپارښتنه شوې چې د دغو دواړو ساحو خلکو ته په دغو ځمکو کې د کار کولو اجازه ورنه کړي.
د حکومتي مسوولينو د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې تر اوسه شاخوا ٢٠ زره جريبه ځمکه له غصب څخه ژغورل شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن