ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې نږدي ۶ زره جريبه ځمکه له غصبه وژغول شوه

د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې نږدي ۶ زره جريبه ځمکه له غصبه وژغول شوه

author avatar
23 Jan 2023 - 14:29
د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې نږدي ۶ زره جريبه ځمکه له غصبه وژغول شوه
author avatar
23 Jan 2023 - 14:29

جلال اباد (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې ۵۷۲۳ جريبه ځمکه له غصب څخه وژغول شول چې کلونه یې د مالکیت پر سر د ځايي خلکو له لوري لانجه روانه وه.

چارواکي وايي، دغه ځمکه دولتي وه او هېڅ اړخ يې په اړه قانوني اسناد نه درلودل خو په خپلو منځونو کې پرې په لانجه بوخت وو.

د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس عبدالستار محمد چې د يوه پلاوي په مشرۍ يې دغه ولايت کې د غصب شويو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ پيل کړې، په تازه څرګندونو کې يې ويلی چې شېرزادو ولسوالۍ کې يې نږدې ۶۰۰۰ جريبه ځمکه له غصبه خلاصه کړه.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د سلواغې په ۳مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله راغلي: «د ولایت  مقام له هدایت سره سم د یادې ولسوالۍ د ګندمګ سیمې ته د سفر په ترڅ کې مو هغه سیمې وکتلې چې د دوو قومونو هر یو لقمان خېلو او پننګزيو ترمنځ چې تقریباً ۳۵۲۹ جریبه دښته کیږي، لانجه پورته شوې وه.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.