ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس کتاب‌پلورونکي: د کتابونو پلور د پام وړ کم شوی دی

د بادغیس کتاب‌پلورونکي: د کتابونو پلور د پام وړ کم شوی دی

author avatar
23 Jan 2023 - 19:46
د بادغیس کتاب‌پلورونکي: د کتابونو پلور د پام وړ کم شوی دی
author avatar
23 Jan 2023 - 19:46

قلعه‌نو (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): په بادغیس ولایت کې یو شمېر کتاب‌پلورونکي د کتابونو د پلور بازار کمرنګه کېدو خبره کوي؛ خو کارپوهان وایي چې له کتابونو څخه استفاده نه کول د ټولنې د وروسته پاتې‌والي لامل ګرځي او ناوړه پایلې لرلی شي.

که څه هم د کتاب لوستنې او کتاب‌پلورنې چاره له پخوا څخه د بادغیس ولایت په بازارونو کې چندان غوړېدلې نه وه، خو په دې وروستیو کې د بادغیس په مرکز قلعه‌نو ښار کې کتاب‌پلورونکي وايي چې د په کتابونو پلور کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

په قلعه‌نو ښار کې یو کتاب‌پلورونکی امین‌الله وایي، ۱۸ کاله کېږي چې د کتاب پلورنې دوکان لري او د کتابونو پلور هيڅ وخت د سږ کال په څېر نه و کم شوی.

د هغه په خبره، په تېرو وختونو کې به یې د ورځې له ۳۰ تر ۴۰ زرو افغانیو کتابونه پلورل، خو اوس یې ورځنی پلور ۲ زره افغانیو ته ټيټ شوی دی.

هغه زیاتوي، له څه وخته چې ښوونځي او کورسونه تړل شوي، د کتابونو پلور تقریباً درېدلی دی.

په بادغیس یو بل کتاب پلورونکی حیات‌الله زاهد هم په دغه ولایت کې د کتابونو د پلور کمېدو خبره کوي او وایي، د پوهنتونونو، ښوونځيو او د زده‌کړې مرکزونو تړل کېدل د دې لامل شوي چې له یوې خلک د کتابونو پېرلو ته اړتیا ونه لري او له بلې خوا کتاب لوستلو سره یې انګېزه کمه شي.

په ورته وخت کې، د پوهنتون استاد عبدالواحد پارسا وایي چې د خلکو له خوا د کتاب نه لوستل د یوې ټولنې د وروسته پاتې کېدو لامل ګرځي او بدې پایلې لري.

هغه زیاته کړه، ماشومانو ته د کورنیو نه پاملرنه، د مجازي شبکو شتوالی، د کتاب لوستنې فرهنګ نه ترویجول او نور ډېر هغه لاملونو دي چې ټولنه د بې‌سوادۍ او د کتاب لوستنې فرهنګ پیکه کېدو خوا ته بیایي.

د پارسا په خبره: «ټولنه هغه مهال زیان‌منونکې ده چې له هغې ټولنې کتاب واخیستل شي، ځوانان یې زیان‌منونکي کېږي او هر څوک یا ډله کولی شي چې له هغو په اسانۍ استفاده وکړي.»

په ورته مهال، د باغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ امر عبدالاول حبیبي په دغه ولایت کې د کتاب‌لوستنې لېوالتیا کمېدو د تایید ترڅنګ وایي، د ټولنیزو شبکو، په ځینو ادارو کې د وړیا کتابتونونو، په بېلابېلو سایټونو کې د انلاین کتابونو شتوالی او د کتابونو نسبتاً لوړه بیه هغه لاملونه دي چې د کتابونو د پلور کچه یې راټيټه کړې ده.

خو هغه زیاته کړه، د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کتاب‌لوستنې فرهنګ دودولو لپاره څو پرواګرامونه ترسره کړي او په راتلونکي کې هم پلان لري چې د رسنیو او نندارتونونو له لارې د مطالعې فرهنګ دود کړي.

دا په داسې حال کې چې تر اوسه په هېواد کې د کتاب‌لوستنې فرهنګ عام شوی نه دی او ډېر ځوانان له کتاب لوستنې سره لېوالتیا نه لري.

Visits: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.