Language

«تېرو درېیو میاشتو کې محاکمو څه باندې ۲۸ زره دوسیې حل او ۳۹ زره وثیقې اجرا کړې دي»

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د «اسلامي امارت» ویاند وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې درې‌ګونو محکمو له ۲۸ زره ډېرې دوسیې حل او فصل او دغه‌راز یې نږدې ۳۹ زره ټوکه وثیقې اجرا کړې دي.

ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «په تېرو درېیو میاشتو کې درې ګونو محاکمو د هېوادوالو ۲۸ زره ۲۷۱ جلده دوسیې حل و فصل کړې او دغه راز ۶ زره ۱۱۲ جلده نورې دوسیې یې مکتوبي اجرا کړې دي.»

login or register a new account.