منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

«تېرو درېیو میاشتو کې محاکمو څه باندې ۲۸ زره دوسیې حل او ۳۹ زره وثیقې اجرا کړې دي»

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۳ کتنې

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د «اسلامي امارت» ویاند وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې درې‌ګونو محکمو له ۲۸ زره ډېرې دوسیې حل او فصل او دغه‌راز یې نږدې ۳۹ زره ټوکه وثیقې اجرا کړې دي.

ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «په تېرو درېیو میاشتو کې درې ګونو محاکمو د هېوادوالو ۲۸ زره ۲۷۱ جلده دوسیې حل و فصل کړې او دغه راز ۶ زره ۱۱۲ جلده نورې دوسیې یې مکتوبي اجرا کړې دي.»

هغه دغه‌راز زیاته کړې چې په یاده موده کې په ټولو ولایتونو کې ۳۸ زره ۹۹۶ وثیقې هم اجرا شوې دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان سترې محکمې هم نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې درې‌ګونو محکمو د ښځو د حقونو اړوند ۲ زره ۸۸۶ دوسیې حل او فصل کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست