ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل مالداران: څاروي مو له لوږې سره مخ دي

د سرپل مالداران: څاروي مو له لوږې سره مخ دي

author avatar
25 Jan 2023 - 18:45
د سرپل مالداران: څاروي مو له لوږې سره مخ دي
author avatar
25 Jan 2023 - 18:45

سرپل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۱): د سرپل یو شمېر مالداران وايي چې واورو د دغه ولایت ټول څرځایونه پوښلې او څاروي یې د وښو د نه‌شتوالی له امله د لوږې له خطر سره مخ دي.

هغوی وایي چې د تیرې یوې میاشتې په پرتله بازار کې د وښو بیه دوه برابره لوړه شوي او د پېرلو توان یې نه لري.

خو د دغه ولایت د کرنې ریاست وایي چې دا اداره هڅه کوي څو له مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو په برابرولو کې مرسته وکړي.

د سرپل اړوند ذکه افغانیه سیمې اوسېدونکی حمزه وایي: «د وروستیو واورو وریدو او سړې هوا له امله نشو کولای له څرځایونو څخه څارویو ته واښه برابر کړو ځکه واورې ټول څرځایونه پوښلې او څاروي د لوږې له خطر سره مخ دي.»

هغه وویل یوه میاشت مخکې د یو جوال وښو(شاواخوا ۷۰ کیلوګرامه) بیه۵۰۰ افغانۍ وه، خو د واورو له ورېدو وروسته یې بیه ۱۰۰۰ افغانیو ته رسیدلې ده.

د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ یو مالدار منور وویل: «موږ فکر نه‌کولو چې ژمی دي دومره ډیر سوړ او له واورو ډک وي، ډېر واښه مو ذخیره نه کړل، له بده مرغه په تېرو شلو ورځو کې هوا ډېره سړه شوه  او واورې ځمکه پوښلې ده، د څارویو خوارکي توکې او واښه د خلاصیدو په حال کې دي.»

د سرپل اړوند سیداباد سیمې یو مالدار محمدشاه هم وویل چې د وروستیو واورو  له امله ځمکه یخ وهلي او د څارویو لپاره  د څرځایونو له وښو ګټه نه شو اخیستلای.

هغه له حکومته وغوښتل چې د هغوی څاروي د لوږې له خطره  وژغوري او  مرسته ورسره وکړي.

په ورته وخت کې، د دغه ولایت د کرنې رییس عبدالقادر وحدت هم د مالدارانو شکایتونه مني او وایي چې یاده اداره هڅه کوي چې مالدارانو ته مرستې را جلب کړي.

هغه د څارویو د وښو د کمښت لامل وروستۍ واورې وبللې.

هغه وویل: «د یو جوال وښو بیه په بازار کې له ۵۰۰ افغانیو څخه ۱۰۰۰ افغانیو ته رسیدلې موږ دغه ستونزه د کرنې له وزارت سره شریکه کړي او په همدې حال کې سرپل کې له همکارو موسسو څخه مو هم د مرستې غوښتنه کړې، و به ګورو چې هغوی له مالدارانو سره  څه مرسته کولای شي.»

د یادونې ده چې د وروستیو واورو له امله په ځینو ولایتونو کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد منفي ۳۰ درجو ته رسیدلې ده چې  ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.