ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د نږدې ۱۱ ميليون افغانيو په لګښت د اوبو رسولو درې پروژې بشپړې شوې

ننګرهار کې د نږدې ۱۱ ميليون افغانيو په لګښت د اوبو رسولو درې پروژې بشپړې شوې

author avatar
25 Jan 2023 - 14:46
ننګرهار کې د نږدې ۱۱ ميليون افغانيو په لګښت د اوبو رسولو درې پروژې بشپړې شوې
author avatar
25 Jan 2023 - 14:46

جلال‌اباد (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار د کرنې رياست وایي، د دغه ولايت په اچین او غني خېلو ولسواليو کې د ۱۰ ميليون او ۷۰۰ زره افغانيو په لګښت د اوبو رسولو درې پروژې بشپړې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د کانالونو، سربندونو او اوبه‌خور سيسټمونه شامل دي چې لګښت يې د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام ورکړی دی.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي عبدالستار محمد وايي، د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام (UNDP)  د نږدې ۱۱ ميليون افغانيو په لګښت او د ډنمارک د کډوالو ادارې په تخنيکي همکارۍ په دوو ولسواليو کې د اوبو رسولو درې پروژې بشپړې شوې دي.

دی وايي، د اچین ولسوالۍ په ګاوه کلي کې د ۲ اعشاريه ۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو يو سربند، ۵۳ متره کانال او ۵۰ متره استنادي دېوال په اساسي ډول جوړ شوي دي.

نوموړی زياتوي، د يادې ولسوالۍ په باغ درې سيمه کې هم د ۲ اعشاريه ۸ میلیون افغانیو په لګښت یو د اوبو سربند او ۱۶۰ متره ویاله په اساسي ډول جوړ شوي دي.

هغه وايي، د پروژې پلې کېدو جریان کې ۲۵۶ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او د دواړو پروژو په بشپړېدو سره د ۶۰۰ جریب کرنيزې ځمکې خړوبېدو زمینه برابره شوه.

د کرنې رييس وايي، دغه راز د غني‌خېلو ولسوالۍ په ډيګۍ سيمه کې هم د ۵ اعشاريه ۴ ميليون افغانيو په لګښت ۵۰۰ متره وياله، ۱۰ پلچکونه او ۱۰ د اوبو ورخونه جوړ کړي او ۲۰۰۰ متره نورې ويالې پاکې شوې دي.

دی وايي، په یادو پروژو کې ۱۷۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه او په جوړېدو سره یې اوس ۲۰۰۰ جريب کرنيزه ځمکه هم خړوبېږي.

د سيمې اوسېدونکي د دغو رغنيزو پروژو جوړېدو ته خوښ دي.

د اچين ولسوالۍ د باغ‌درې سيمې يو اوسېدونکی سيدالرحمن وايي، د اوبه‌خور د دغو پروژو له جوړېدو مخکې کروندګر د اوبو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

دى زياتوي، اوس تر ډېره د کروندګرو ستونزې په دې برخه کې حل شوې دي.

چارواکي وايي، هڅه کوي چې د نړۍوالو مرستندويه ادارو په همکارۍ د دې ډول پروژو په تطبيق سره د وچکالۍ مخه ونيسي او کروندګرو ته د اوبو رسولو اسانتیا برابره کړي.

Views: 56

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.