ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باروړونکو موټرو چلوونکي وايي، ایراني پولیس ترې په بېلابېلو پلمو پیسې اخلي

د باروړونکو موټرو چلوونکي وايي، ایراني پولیس ترې په بېلابېلو پلمو پیسې اخلي

author avatar
25 Jan 2023 - 15:43
د باروړونکو موټرو چلوونکي وايي، ایراني پولیس ترې په بېلابېلو پلمو پیسې اخلي
author avatar
25 Jan 2023 - 15:43

هرات ښار (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان باروړونکو موټرو یو شمېر چلوونکي وایي چې د افغانستان په خاوره کې د ناقانونه پیسو اخیستل صفر شوي، خو په ایران کې د دغه هېواد پولیس ترې په بېلابېلو پلمو پیسې اخلي.

د باروړونکو موټرو یو شمېر مالکان او چلوونکي چې د ایران او افغانستان ترمنځ مالونه د ترانزیټ په ډول لېږدوي، د ایران په خاوره کې د دغه هېواد امنیتي کسانو له خوا د پیسو له اخیستو او ځورونو شکایت کوي.

هغوی زیاتوي، کله چې د ایران خاورې ته رسېږي، پوله‌ساتي ځواکونه له دوی ناقانونه پیسې اخلي.

یادو موټرچلوونکو پژواک ته په خبرو کې وویل، په ګمرک او د هرات لارې په اوږدو کې پیسې اخیستل صفر شوي، خو په ایران کې دغه ستونزه د اندېښنې وړه ده.

یو چلوونکی علاوالدین چې پر یاده لار موټر چلوي، وایي، افغان موټرچلوونکي ټول قانوني اسناد له ځان سره لري خو بیا یې هم ایراني پولیس ګام په ګام دروي او پیسې ترې اخلي.

یو بل چلوونکی سیداحمد پژواک ته د علاوالدین د خبرو د تایید ترڅنګ زیاتوي، کله چې د ایران ګمرکونو ته داخلېږي، تر هغه چې د دغه هېواد له ادارو راګرځي، دوی ته بېلابېلې پلمې او مزاحمت کوي او پیسې ترې اخلي، په داسې حال کې چې دغه موارد د افغانستان په خاوره کې صفر شوي دي.

نوموړی له افغان مسوولینو غواړي څو یادې ستونزې ته رسېدنه وکړي او له ډيپلوماتیکې لارې دې یې د حل لپاره اقدام وکړي.

له بلې خوا، د اسلام کلا بندر د ګمرک مرستیال مولوي حکیم‌الله عمري وایي، د باروړونکو موټرو چلوونکو یادې ستونزې به له سیمه‌ییز مسوولینو سره شریکې کړي او د خبرو له لارې به یادې ستونزې هوارې شي.

نوموړي زیاته کړه: «د اسلامي امارت په راتلو سره په یاد ګمرک کې اداري فساد صفر شوی او په تېر یوه کال کې په دې اداره کې د فساد هيڅ پېښه نه ده ثبت شوې.»

هغه دغه راز وویل چې د دې ادارې عواید د تېر په کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېر شوي دي.

هغه وایي، یادې ادارې د روان کال ۱۱ میاشتو په ترڅ کې ۸ میلیارد او ۱۲۱ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې دغه عواید د تېر کال په دې موده کې څه باندې پنځه میلیارد افغانۍ وو.

په ورته وخت کې د یاد ګمرک د تلې مدیر عمر خطاب هم پر دې باور دی چې د ګمرک عوایدو لوړېدو لامل د اداري فساد نه شتون دی.

د هغه په خبره، د ورځې یوازې د ده مدیریت له لوري هغه موټر چې اضافه وزن لري، بېرته ګرځول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، موټرلرونکي مکلف دي څو د خپلو بارونو وزن د مالیې وزارت له معیارونو سره برابر کړي، کنه د تلې له لارې به داخلېدو اجازه ور نه کړل شي.

د یادونې ده، د هرات د اسلام کلا او تورغونډۍ بندورنه د لوېدیځ زون په کچه د هېواد لوی اقتصادي مرکزونه ګڼل کېږي.

د هرات د ګمرک ریاست شمېرو له مخې، یوازې په تېره میاشت کې شپږ زره او ۸۴۴ موټرو له ایران څخه دغه ولایت ته واردات کړي چې له لارې یې ۷۸۹ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

Visits: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.