کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۱): ذبیحالله مجاهد د اوچا ادارې هغو څرګندونو ته چې ګواکې د اقتصادي ستونزو له امله به د اسلامي امارت نظام سقوط وکړي، غبرګون ښودلی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن (چهارشنبه) په خپل ټويټر کې ليکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) دا ادعا سمه نه ده چې ګواکي د اقتصادي ستونزو له امله به نظام سقوط وکړي.
ده ويلي، اسلامي امارت ژورې ولسي ریښې لري، دا کوم په بهرنیو مرستو متکي نظام نه دی چې د اقتصادي ستونزو له امله به سقوط شي.
هغه زياته کړې: «البته هر هېواد چې دومره اوږده جګړه او پرله پسې تجاوزونه تجربه کړي، تر یوه وخته به اقتصادي ستونزې ولري، خو اسلامي امارت کلک مصمم دی چې د هېواد ټول اقتصادي منابع به بېرته ژوندۍ کوي، اقتصاد به رغوي او تېر یو نیم کال په موده کې یې هم ستر ستر ګامونه اخیستي چې لا دوام لري.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP