<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۱): ذبیحالله مجاهد د اوچا ادارې هغو څرګندونو ته چې ګواکې د اقتصادي ستونزو له امله به د اسلامي امارت نظام سقوط وکړي، غبرګون ښودلی دی.</p>
<p style="text-align: justify;">د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن (چهارشنبه) په خپل ټويټر کې ليکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) دا ادعا سمه نه ده چې ګواکي د اقتصادي ستونزو له امله به نظام سقوط وکړي.</p>
<p style="text-align: justify;">ده ويلي، اسلامي امارت ژورې ولسي ریښې لري، دا کوم په بهرنیو مرستو متکي نظام نه دی چې د اقتصادي ستونزو له امله به سقوط شي.</p>
<p style="text-align: justify;">هغه زياته کړې: «البته هر هېواد چې دومره اوږده جګړه او پرله پسې تجاوزونه تجربه کړي، تر یوه وخته به اقتصادي ستونزې ولري، خو اسلامي امارت کلک مصمم دی چې د هېواد ټول اقتصادي منابع به بېرته ژوندۍ کوي، اقتصاد به رغوي او تېر یو نیم کال په موده کې یې هم ستر ستر ګامونه اخیستي چې لا دوام لري.»</p>