تالقان (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): په تخار کې د وروستیو جګړو قرباني بهادر چې غوښتل یې ډاکټر شي، خو جګړې ترې دا هیله واخیسته او اوس په یوه معلول کس بدل شوی دی.
جګړه هغه پدیده ده چې په افغانستان کې یې نږدې له هرې کورنۍ قرباني اخیستې ده؛ بهادر په تخار ولایت کې د وروستیو جګړو یو قرباني دی چې پر کور یې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله یوه خور مړه او مور یې ټپي شوه او خپله دواړه پښې له لاسه ورکړې.
بهادر له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل: «هیله مې وه چې ډاکتر شم، خو جګړې دغه هیله رانه اخیستې ده، اوس مې يوازنۍ هيله په هېواد کې د دوامدارې سولې ټينګښت دى.»
د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ژمي د یوې سړې ورځې وروستۍ شېبې دي، د دغه ښار په یوه څنډه کې مې سترګې پر یوه ماشوم ولګېدې چې شاوخوا ۱۴ کلن، پر دواړو پښو معلول او په ویلچر کې سپور دی، پر لاره له هر تېرېدونکي د مرستې غوښتنه کوي، ظاهراْ مې فکر وکړ چې په هېواد کې د جګړې قرباني دی، خبرې مې ورسره پیل کړې، د خپل ژوند تریخ داستان یی را واوروه چې په ناهیلۍ کې د ډوب ژوند کیسې پکې وې.
بهادر وايي: «نږدې دوه کاله مخکې د اوړي ورځ وه، د تالقان په چشمهشېر سیمه کې چېرته چې ما او کورنۍ مې هلته ژوند کاوه، جګړه د ښکېلو غاړو ترمنځ سخته شوه، ناڅاپه د هاوان یوه مرمۍ زموږ پر کور ولګېده، په پایله کې یې زما یوه خور مړه شوه، مور مې سخته ټپي شوه او ما ته هم د پښو په په برخه کې زیان اوښتی و، خو فکر مې نه کاوه چې دواړه پښې به مې پرې شي، کله چې ولایتي روغتون ته ولېږدول شوم، ومې لیدل چې ډاکتران زما د پښو د ټپونو درملنې لپاره علاج نه لري پرته له دې چې باید پرې شي، کله چې له څو ساعته بېهوښۍ وروسته په هوښ راغلم ومې لیدل چې پښې مې له لاسه ورکړې او معیوب په بستر کې پروت یم.»
بهادر د ژوند له ناچارۍ او بېوزلۍ هم شکايت کوي او د سړې او ګرمې هوا په زغملو سره خپلې کورنۍ ته د يوې مړۍ ډوډۍ موندلو په هڅه کې دی، هغه زياتوي: «په کور کې اته کسان یو، پلار مې بوډا دی او د کار کولو او نفقې برابرولو توان نه لري، مور مې له ټپې کېدو وروسته د بې خوبۍ له وضعیت سره مخ ده، زه مجبور یم چې په معلول وضعیت کې له خلکو د مرستې غوښتلو له لارې د کورنۍ نفقه پوره کړم، په داسې حال کې چې ځینې ورځې د کورنۍ لګښت پوره کوم خو ځینې ورځې خالي لاس بېرته کور ته ستنېږم.»
هغه له حکومت او مرستندویه موسسو وغوښتل چې د جګرې قرباني کورنیو ته پاملرنه وکړي.
بهادر که څه هم لا تر اوسه ماشوم دی او له ژونده یې هیڅ ګټه نه ده لېدلې وايي: «هیله مې درلوده چې ډاکټر شم او په راتلونکي کې د نورو درد دوا کړم، له درس او تعلیم سره مې مینه وه؛ خو جګرې دا هیله را نه واخیسته اوس زه معیوب شوی یم، ښوونځي د تلو پر ځای مجبور یم له هر چا مرسته وغواړم، د یوې اړې کورنۍ لګښتونه پوره کړم، کنه نو د کورنۍ ټول غړي به مې له لوږې مړه شي.»
بهادر چې په ماشومتوب کې د جګړې قرباني شوی، اوس یې یوازینۍ هیله په هېواد کې دایمي سوله ده چې هیڅ کورنۍ نور قرباني ورنه کړي.
په همدې حال کې، د بهادر مور ګلثومې له پژواک سره په ټيلېفوني اړيکه کې وويل، شاوخوا دوه کاله وړاندې په چشمهشېر سيمه کې پر کور یې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله يوه لور قرباني شوه او بهادر زوى یې هم معلول شو.
هغه وايي: «زه ټپي شوم او انګړ مو په بشپړه ټوګه ویجاړ شو، زه له خپل زوی سره په روغتون کې بستر وم چې د بهرنيو بنسټونو په مرسته زما نور ماشومان له باروت او لوګیو وژغورل شول، اوس د تالقان ښار اړوند په اهندره سیمه کې ژوند کوو.»
که څه هم نوموړې تاییدوي چې په کور کې یې اته کسان دي چې تر اوسه د بهرنيو بنسټونو له مرستو برخمن دي، خو ټینګار کوي چې اوسنی حکومت دې یې کور بیا جوړ کړي.
نوموړې زیاتوي چې خاوند يې دوه کاله وړاندې د جګړو له امله په پښه او سترګو ټپي شوى و او اوس د کار کولو او کورنۍ ته د نفقه راوړلو توان نه لري.
ګلثوم همداراز زیاتوي، بهادر یو کال د معلولیت له امله له زدهکړو او تعلیمه پاتې شو، خو اوس يې ښوونځى له چشمه شېر لېږدول شوی او د اهندرې په يوه ښوونځي کې به زدهکړې وکړي.
هغه له نورو بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي او ډاډ ورکوي چې بهادر به خپلې هیلې ته ورسوي.
بهادر په تخار کې د وروستیو جګړو یوازینی قرباني نه دی، بلکې د هغه په څېر زرګونه نور کسان هم په دغه ولایت کې د جګړو قرباني شوي او اوس له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.
Views: 148
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن