ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې سږنۍ واورې کروندګر د حاصلاتو ډېرېدو ته هیله‌من کړي دي

غزني کې سږنۍ واورې کروندګر د حاصلاتو ډېرېدو ته هیله‌من کړي دي

غزني ښار (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱): د غزني کروندګر او د کرنې ریاست وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه ولایت په هوارو ولسوالیو کې تر نیم متر او په غرنیو سیمو کې تر یو متر پورې واوره ورېدلې چې د کرنیزو حاصلاتو له پلوه یې د راتلونکي کال سمسورتیا ته د دوی هیلې غوړولې دي.

هغوی دا هیله‌مندي په داسې حال کې ښيي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر غزني هم وچکالۍ ځپلی دی.

د دغه ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ یوه کروندګر نورالله پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه ولایت په ګڼو ولسوالیو کې واوره ورېدلې او تمه ده چې د ژمي تر پایه به نوره هم و اوري.

هغه زیاته کړه، د واورې ورېدو ګټې دا دي چې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ورسره ډېرېږي، دغه‌راز په ځمکو کې مضرې حشرې او چنجي له منځه وړي او د وچکالۍ د له منځه تلو لامل کېږي.

نوموړی وايي، د واورې اورښت يوازې کرنې ته نه، بلکې مالدارۍ او څرځایونو ته هم ډېره ګټه رسوي.

د خوګیاڼو ولسوالۍ یوه کروندګر خیرمحمد هم وايي چې د واورې اورښت کروندګر خوشحاله کړي او هیله‌مند دي چې په راتلونکي کال کې به له خپلو ځمکو او باغونو ښه حاصلات ترلاسه کړي.

هغه وايي، د واورې له ورېدو سره به اوبه ډېرې شي او دوی به د کرنې لپاره کافي اوبه ولري.

د غزني د کرنې ریاست چارواکي هم وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د واورې اورښت د وچکالۍ اندېښنې ختمې کړې او تمه ده چې راتلونکی کال به دلته کرنه او مالداري وغوړېږي.

د غزني د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالمنان اکرم پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو دوو ورځو راهیسې د دغه ولایت په خواجه عمري، خوګیاڼي، زنخان، اندړ، ګېرو، قره‌باغ، اب بند، مقر او ګیلان ولسوالیو کې نیم متر او په جاغوري، اجرستان، مالستان، جغتو او ناور ولسوالیو کې یو متر واوره ورېدلې ده.

هغه زیاته کړه، د اوبو زېرمو د چارجېدو، د سیندونو د بهېدو او د بندونو د ډکېدو لپاره دوه متره واوره بسنه کوي چې ښايي د ژمي تر پایه و اوري.

نوموړی وايي، که د ژمي په موسم کې د واورې اورښت همداسې دوام ولري نو راتلونکي کال کې به وچکالي ختمه شي او خلک به له خپلو ځمکو او باغونو ښه حاصلات ترلاسه کړي.

غزني د افغانستان له کرنیزو ولایتونو شمېرل کېږي چې ۸۰ سلنه خلک یې پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي.

Visits: 100

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.