کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۱): د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنايي تذکرو د لا ډېر اعتبار په موخه، د تذکرې پر مخ د ولسوالۍ نوم او د اعتبار نېټه ور زیات کړل.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، په برېښنايي تذکرو کې د ولسوالۍ نوم د کس د کره ادرس معلومولو او د اعتبار نېټه -چې ۱۰ کاله ټاکل شوې- د شخص د ظاهري بدلون او بایومټریک معلوماتو په موخه اضافه شوي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د برېښنايي پېژندپاڼو درلودونکي مکلف دي چې په هرو ۱۰ کلونو کې خپل د بایومټریک معلومات ثبت کړي او همداراز کولا شي چې په تذکره کې د خپلې خوښې انځور بدل کړي.
د یادونې ده، له دې مخکې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د کورنیو چارو وزارت پر ځای، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نوم اضافه شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP