کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو د مبارزې معینیت له لوري د کابل په څرخي پله سیمه کې د ۷۵ میلیون افغانیو په ارزښت د روږدو د پالنې او حرفوي زدهکړو حمایوي مرکز «اغوش» جوړ او پرانیستل شو.
نن د سلواغې په ۱۲مه، په کورنیو چارو وزارت کې په دې اړه غونډه جوړ شوې وه چې پکې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني، د دغه وزارت اداري مرستیال نورجلال جلال، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر انعامالله سمنګاني او د یو شمېر وزارتونو او سازمانونو استازو ګډون کړی وو.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار غونډې ته وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم د روږدو د راټولولو او درملنې چاره پیل شوې ده.
هغه وایي، له دغه مرکزه پخوا د کابل ښاروالۍ د ګودامونو کار اخیست چې وروسته د مالیې وزارت د ۷۵ میلیون افغانیو په لګښت د عامې ورغتیا وزارت د یوه قرارداد له مخې جوړ شو.
هغه زیاته کړه، په یاده سیمه کې ودانۍ وې خو یوازې په اساسي بڼه ورغول شوې چې د ۵۰۰۰ کسانو ظرفیت لري او په ۵ میاشتو کې رغول شوې دي.
هغه زیاتوي، اوسمهال په دغه مرکز کې روږدو کسانو ته ۸ بلاکونه فعال دي او د اړتیا په صورت کې به نور هم فعال کړي.
نوموړي د نړۍوالو سازمانونو هغه خبره بې بنسټه وبلله چې ګواکې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د نشهیي توکو کښت، پېر او پلور ډېر شوی دی.
د هغه په خبره، یاد مرکز ته به هغه روږدي راوستل کېږي چې په روغتونونو کې یې درملنه شوې وي او په یاد مرکز کې به دوی ته د فني او حوفوي زدهکړو ترڅنګ د نشهیي توکو زیانونو په اړه پوهاوی هم ورکول کېږي.
په غونډه کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، په ټول افغانستان کې له ۳ تر ۵ میلیون وګړي پر نشو روږدي دي چې یو میلیون یې ښځې او ماشومان او پاتې نور یې نارینه دي. د هغه په وینا، ډېرې روږدي لوستي کسان دي.
نوموړی وایي، په تېرو کلونو کې هغوی چې په افغانستان کې وو او پر نشهيي توکو د ځوانانو د روږدیتوب لامل شول، نن یې اخلاقي مسوولیت جوړېږي چې د نشهیانو د درملنې په برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي.
خو هغه په مشخصه توګه د کوم چا نوم وانخیست.
حنفي زیاته کړه، د افغانستان له بزګرانو سره د نشهیي توکو د کښت په بدیل کې د نړۍوالو له خوا هیڅ ډول مرسته نه ده شوې او دا د نړۍ د ټولو هېوادونو اخلاقي مسوولیت دی چې له دوی سره په دې برخه کې مرسته وکړي.
هغه زیاتوي، هېچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې په هېواد کې د نشهیي توکو کښت، پېر، پلور او قاچاق وکړي.
نوموړي د هېواد له ټولو ملي سوداګرو وغوښتل چې د روږدو د درملنې په برخه کې له حکومت سره اړینه همکاري وکړي.
په دغه غونډه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ټولو وګړو ته عمومي بښنه اعلان شوه خو چا یې هرکلی ونکړ.
دی وایي، نړۍوال افغانستان ته د سولې او بیارغونې په نوم راغلي وو خو داسې څه یې و نکړل چې دوی ویل.
هغه د نړۍوالو له لوري پر افغانستان اقتصادي بندیزونو باندې نیوکه او د لرې کولو غوښتنه یې وکړه.
په غوڼده کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال نورجلال جلال وویل، اسلامي امارت له نشهیي توکو سره د مبارزې برخه کې ژمن دی.
هغه د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو پر سازمانونو غږ وکړ چې د نشهیي توکو د مبارزې په برخه له اسلامي امارت سره هراړخیزه همکاري وکړي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې معینیت د معلوماتو له مخې، په تېر لمریز کال کې ۷۵ زره روږدي روغ شوي او سږ کال په تېرو دوو اوونیو کې شاوخوا ۱۶ زره روږدي له ټول هېواده راټول شوي چې په دې ډله کې یوازې د کابل شاخوا ۶۰۰۰ روږدي شامل دي.
Views: 48
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن