ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستره محکمه: د شرعي قبالو د وېش لړۍ به ژر پیل شي

ستره محکمه: د شرعي قبالو د وېش لړۍ به ژر پیل شي

author avatar
2 Feb 2023 - 17:41
ستره محکمه: د شرعي قبالو د وېش لړۍ به ژر پیل شي
author avatar
2 Feb 2023 - 17:41

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱):  د استوګنیزو کورونو ځيني پلورونکي د پلور کمېدو او شرعي قبالو نه اجرا کېدو په اړه شکایت لري، خو ستر محکمه وایي چې کابینې د شرعي قبالو لایحه تصویب کړې  او ډېر ژر به عملي شي.

د کابل ښار یوولسمه ناحیه کې د ستاره اسیا معاملاتو لارښوونې دفتر مالک مایل فرزاد پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه کاله کېږي چې شرعي قبالې نه اجرا کېږي او دغه کار يې د پېر او پلور پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.

دغه راز د کابل ښار پنځلسمه ناحیه کې د بشري معاملاتو دفتر مالک عبدالمجید هم وویل، په تېر نظام کې د محاکمو او اراضي ادارې له خوا برېښنایي قبالې اجرا کېدې، خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دغه کار درېدلې دی.

نوموړي وویل، حکومت باید شرعي قبالې اجرا کړي څو له یوې خوا د خلکو ستونزې هوارې شي او له بلې خوا د حکومت عواید ډېر شي.

هغه زیاته کړه: «اوسمهال شرعي قبالې نه اجرا کېږي، د کورونو پلور په عرفي سند، رهنما او وکالت خط ترسره کېږي.»

په ورته وخت کې د سترې محکمې ویاند مولوي عنایت‌الله د شرعي قبالو ځنډېدل د اراضي له ادارې سترې محکمې ته د هغې د وېش د مسوولیت لېږد وباله.

نوموړي دغه راز وویل، سترې محکمې د جعلي قبالو مخنیوي په موخه پر يوې لایحې کار پیل کړی چې ډېر ژر به چمتو او پلې شي.

نوموړي وویل: «د شرعي قبالو لایحه د سترې محکمې په مشرۍ د یوه پلاوي له لوري چمتو او د روان کال د چنګاښ په ۶مه د کابینې له لوري تصویب شوې او اوس د چاپېدو په حال کې ده.»

هغه زیاته کړه، یاده لایحه د سترې محکمې د عمومي دارالانشا ریاست له لوري ټولو محاکمو ته په متحدالمال ډول لېږل شوې څو د هغې له مخې شرعي قبالې چمتو شي.

ده وویل: «په تېر نظام کې د قبالو وېش د اراضي ادارې اړوند و او دې پروسې ډېرې ستونزې رامنځته کړې وې.»

هغه زیاته کړه: «د قبالو وېش باید په محکمه کې د قاضي په حضور کې ترسره شي، له همدې امله تصمیم ونیول شو چې د شرعي قبالو د وېش لړۍ له اراضي ادارې سترې محکمې ته ولېږدول شي.»

Views: 68

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.