ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستره محکمه: د شرعي قبالو د وېش لړۍ به ژر پیل شي

ستره محکمه: د شرعي قبالو د وېش لړۍ به ژر پیل شي

author avatar
2 Feb 2023 - 17:41
ستره محکمه: د شرعي قبالو د وېش لړۍ به ژر پیل شي
author avatar
2 Feb 2023 - 17:41

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱):  د استوګنیزو کورونو ځيني پلورونکي د پلور کمېدو او شرعي قبالو نه اجرا کېدو په اړه شکایت لري، خو ستر محکمه وایي چې کابینې د شرعي قبالو لایحه تصویب کړې  او ډېر ژر به عملي شي.

د کابل ښار یوولسمه ناحیه کې د ستاره اسیا معاملاتو لارښوونې دفتر مالک مایل فرزاد پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه کاله کېږي چې شرعي قبالې نه اجرا کېږي او دغه کار يې د پېر او پلور پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.

دغه راز د کابل ښار پنځلسمه ناحیه کې د بشري معاملاتو دفتر مالک عبدالمجید هم وویل، په تېر نظام کې د محاکمو او اراضي ادارې له خوا برېښنایي قبالې اجرا کېدې، خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دغه کار درېدلې دی.

نوموړي وویل، حکومت باید شرعي قبالې اجرا کړي څو له یوې خوا د خلکو ستونزې هوارې شي او له بلې خوا د حکومت عواید ډېر شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.