ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د سړې هوا له امله د شاتو ۷۰ سلنه مچۍ له منځه تللې دي

تخار کې د سړې هوا له امله د شاتو ۷۰ سلنه مچۍ له منځه تللې دي

author avatar
4 Feb 2023 - 16:54
تخار کې د سړې هوا له امله د شاتو ۷۰ سلنه مچۍ له منځه تللې دي
author avatar
4 Feb 2023 - 16:54

تالقان (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱): د تخار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې وروستۍ سړې هوا په دغه ولایت کې د شاتو ۷۰ سلنه مُچۍ د مناسب ځای، د تخصص او مسلکیتوب نشتوالي له امله له منځه وړې دي.

د تخار د کرنې رییس مولوي رحیم‌الله احدي وایي، وروستۍ یخني د یاد ولایت اوسېدونکو ته د ځاني او مالي زیانونو ترڅنګ د شاتو مُچۍ لرونکو ته هم زیان اړولی دی.

هغه زیاتوي، د مُچیو ساتنې لپاره د مناسب ځای نشتوالی او د مُچۍ لرونکو نه مسلکیتوب د دې لامل شوی چې په دغه ولایت کې په دې کچه د شاتو مُچۍ له منځه ولاړې شي.

هغه ډاډ ورکوي، په هغه صورت کې چې مُچۍ لرونکي له یادې ادارې سره لازمه همغږي ولري، د ستونزو هواري په برخه کې به ورسره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې، په تخار کې د شاتو مُچیو ځيني روزونکي ټينکار کوي چې مسوولین دې د دوی ستونزو ته پام وکړي.

 د یاد ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ د شاتو مُچیو یو فارم لرونکی محمدظاهر وایي: «۲۸۰ صندوقه مُچی مې درلودې چې د وروستۍ یخني په نتیجه کې مې ۱۷۰ صندوقه له لاسه ورکړې، د هغو د بیا اخیستو توان نه لرم.»

هغه ادعا کوي چې د کرنې ریاست نه په تېر حکومت او نه په اوسني حکومت کې له مُچۍ لرونکو سره د بازارموندنې، درملو او خوراکي توکو برخو کې مرسته کړې ده.

هغه وایي: «په ځلونو مو وړاندیزونه وکړل چې له موسساتو سره په همغږۍ د کرنې ریاست له لوري موږ ته د مُچیو ساتنې لپاره مناسب ځای، درمل او خوراکي توکي چمتو شي څو د خپلو مړې کېدو مخه ونیسو، خو زموږ دغو غوښتنو ته پام ونه شو، موږ نن خپله ټوله سرمایه له لاسه ورکړې ده.»

 یو بل زیانمن بشیراحمد سنقر وایي، سړه هوا او د مُچیو ساتلو برخه کې نه تجربه د دې لامل شول چې په دغه ولایت کې مچۍ لرونکي زیان وویني.

هغه زیاتوي، د ۷۰ صندوقونو له ډلې۴۰ یې له منځه تللي، که د مسوولینو او موسسو له لوري پاملرنه ونه شي، په راتلونکي کال کې به په دغه ولایت کې هیڅ شات تولید نه شي.

نوموړي زیاته کړه، د سړیو ترڅنګ ځينو بې‌برخلیکه ښځو هم د مچیو روزنې له لارې د خپل ژوند لګښتونه پوره کول چې اوس یي سخت زیان لیدلی دی.

هغه ټینګار وکړ، مسوولین او همکارې موسسې دې له زیانمنو ملاتړ وکړي.

تخار د هېواد د شمال‌ختیځو ولایتونو له ډلې دی چې د کابل په یوه نندارتون کې یې شاتو د سیمې څو هېوادونو تولیداتو منځ کې لومړی ځای خپل کړی و.

Visits: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.