کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱): د افغاني سرې میاشتې مسوولین وايي، د تېرو اووه میاشتو پر مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۳۴ زره او ۱۰۳ کورنیو سره -چې ۹۳۸ زره او ۷۲۵ غړي لري- مرستې شوې دي.
د سرې میاشتې ویاند عرفانالله شرفزوی پژواک اژانس ته وویل: «په تېرو ۷ میاشتو کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۹۳۸۷۲۵ اړو کسانو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو او نغدي مرستې شوې دي.»
هغه زیاته کړه چې یاد شمېر کسان له ۱۳۴ زره او ۱۰۳ کورنیو څخه دي.
نوموړي د نغدو پیسو د اندازې په اړه معلومات ورنکړل.
خو هغه زیاته، په غیرنغدي مرستو کې اوړه، غوړي، لوبیا، وریجې، بوره، چای، مکروني،روب، خرما، دال، بسکېټ، کمپلې، خیمې، ترپالونه، جمپرونه، څادر، بوټان، ژمني لباسونه، جرابې، دستکشې، د پخلنځي سیټونه، صابون، غالۍ، فرش او د اوبو کولرونه شامل دي.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن