کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت په ترکيې او سوريې کې د زلزلې له امله له دغو دواړو هېوادونو سره غمشريکي وښوده او له اسلامي هېوادونو او نړۍوالو مرستندويه ادارو یې وغوښتل چې د زلزلې له قربانيانو سره مرستې وکړي.
د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه ۸ درجې زلزلې نن سهار وختي د ترکیې سویلختیځه او د سوریې شمالختیځه سیمه وځپله. د فرانسې خبري اژانس په حواله، په دې زلزله کې د مړو شمېر ۱۸۰۰ کسانو ته رسېدلی او زرګونه نور ژوبل دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې له امله -چې په کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او همداراز ډېر مالي زیان یې هم اړولی- له خپلو مسلمانو وروڼو هېوادونو او ولسونو سره د افغان ولس او حکومت په استازیتوب ژوره غمشریکي ښيي.
سرچينه زياتوي: «د دغې دردوونکې پېښې شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د عاجلې او کاملې روغتيا دعا کوو. اسلامي امارت په دغه درد او غم کې له خپلو مسلمانو وروڼو او خويندو سره ځان شريک بولي.»
د بهرنیو چارو وزارت پر اسلامي هېوادونو او نړۍوالو مرستندویه ادارو غږ کړی چې د دغې زلزلې له قربانیانو سره د انساني خواخوږۍ له مخې پر وخت مرستې ته ودانګي.
له بلې خوا، د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد نن په کابل کې د ترکیې هېواد له سفیر جهاد ارګینای سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.
د ملي دفاع وزارت په ټويټرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
سرچينه کاږي، د ملي دفاع سرپرست وزیر په ترکیه کې د وروستۍ زلزلې په تړاو خپله خواخوږي وښوده، د شهیدانو لپاره جنت الفردوس او زخمیانو ته یې د عاجلې شفا دعا وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP