هرات (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱): د هرات د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، د تېرو څو ورځو په ترڅ کې یې د هرات ښار په کچه شاوخوا ۴۵۰۰ روږدي راټول کړي دي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیر مولوي حیاتالله روحاني وویل، ډېر دغه نشهیان له ایران څخه دغه ولایت ته راغلي او د ژمي له پیلېدو سره هممهاله دوی ټول د ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، تر اوسه یې شاوخوا ۷۰۰ هغه کسان یې نیولي چې په دغه ولایت کې یې نشهیي توکي په عمده او پرچون ډول پلورل او د دغو توکو د تولید ۲۳ لویې کارخونې یې له منځه وړې دي.
د نشهيي توکو یو روږدی او په «جوانمرد درملنې کلینیک» کې بستر کس صفتالله د دغې لړۍ له پیلېدو په هرکلي سره زیاتوي چې روږدي کسان باید په جدي او دوامداره توګه تر درملنې لاندې ونیول شي.
هغه د هرات له سیمهییزې ادارې غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي او همداراز د روږدو له درملنې وروسته د کار زمینه ورته برابره کړي څو شوي لګښتونه پرې بې ځایه لاړ نه شي.
په ورته وخت کې، د جوانمرد د اعتیاد پرېښودو کمپ مسوول فیضالدین رحیمي وایي، په دغه کمپ کې له ۴۰۰ ډېر روږدي تر درملنې لاندې دي چې په بېلابېلو ډولونو یې درملنه کېږي.
نوموړی زیاتوي چې یاد کمپ ته د ناروغانو د درملنې او د هغو د خبر اخیستو په موخه د عامې روغتیا له لوري ډاکتران ورځي او د ناروغانو ټولو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه کوي.
د یادونې ده، د هېواد په کچه د روږدو راټولولو لړۍ د کورنیو چارو وزارت په لارښوونې په ټولو ولایتونو کې پیل شوې ده.
د ویلو ده چې یوازې په هرات ولایت کې د سږني ژمي پر مهال ۴۵ روږدي مړه شوي دي.
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن