Language

خوست کې یوې ډلې ځوانانو ښوونځیو کې د بې‌وزلو ماشومانو شاملولو هڅې پیل کړې دي

خوست ښار (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): په خوست ولایت کې يوه ډله ځوانانو په رضاکارانه ډول په ښوونځيو کې د بې‌وزله ماشومانو د شاملولو هڅې پيل کړې دي.

دغه ځوانان د خوست په مرکز او ولسواليو کې ګرځي، د بې‌وزله او بې‌سرپرسته ماشومانو د عکسونو اخيستلو ترڅنګ هغوی ته لومړني درسي توکي هم ورکوي.

یاد ځوانان وايي، د دغه پروګرام د پیل نن درېيمه ورځ ده او تر دې دمه يې د لسګونو بې‌وزله او بې‌سرپرسته ماشومانو عکسونه چاپ کړي، د قلم، کتابچو او د کتابونو بکسو ترڅنګ یې نور لومړني مواد ورکړي دي.

د دغه ماشومانو له ډلې يو هم د مرکز اړوند د وچ خوړ سیمې اوسېدونکی زاهد دی.

هغه پژواک اژانس ته وويل، کلي ته یې یو شمېر ځوانان ورغلي وو چې په ښوونځي کې د داخلېدو لپاره یې عکسونه ورته چاپ کړل او همدا ډول يې ورته قلم او کتابچه هم ورکړل.

ده وویل، نوي کال ته به له نورو ماشومانو سره یو ځای ښوونځي ته ځي.

د شازیې په نوم يوې ماشومې -چې يادو رضاکارو ځوانانو ورته په ښوونځي کې د داخلېدو په موخه عکسونه چاپ کړي- پژواک ته وويل، ډېره خوشحاله ده چې په نوي تعليمي کال کې ښوونځی پيلوي.

په ورته مهال، د یادو رضاکارو ځوانانو له ډلې د‌ نقيب‌الله ځلاند په نوم يو کس وايي، هڅه يې دا ده چې په مرکز او ولسوالیو کې کلي پر کلي او کور پر کور وګرځي، څو هغه بې‌سرپرسته او غریب ماشومان زده‌کړو ته وهڅوي چې د ښوونځي قانوني عمر يې پوره کړی دی.

هغه پژواک اژانس ته وويل، له دې لارې خلکو ته دا پیغام ورکوي چې خپل اولادونه په ښوونځيو کې داخل کړي، څو راتلونکی یې روښانه شي.

هغه وايي: «هغو مظلومو او یتیمو زده‌کوونکو ته وړیا عکسونه چاپوو او دا پیغام ورکوو چې په راتلونکي نوي کال کې په ښوونځي کې شامل شئ. د عکسونو ترڅنګ هر ماشوم ته یو قلم او کتابچه هم ورکوو ترڅو دوی هم تشویق شي او په راتلونکي کال کې په ښوونځیو کې شامل شي.»

د خوست د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په راتلونکي ۱۴۰۲ تعليمي کال کې به شاوخوا ۲۳۰ زره نوي ماشومان په دولتي ښوونځيو کې جذب شي.

Related Topics