ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې په پرله‌پسې توګه د امو سیند اوبو پورته کېدو له امله کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي

کندوز کې په پرله‌پسې توګه د امو سیند اوبو پورته کېدو له امله کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي

author avatar
9 Feb 2023 - 16:40
کندوز کې په پرله‌پسې توګه د امو سیند اوبو پورته کېدو له امله کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي
author avatar
9 Feb 2023 - 16:40

کندوز (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر ځيني اوسېدونکي وایي، په امو سیند کې په پرله‌پسې ډول د اوبو کچې پورته کېدو له امله د دوی کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي دي.

هغوی زیاتوي، که دې ستونزې ته رسېدنه ونه شي، د امو سیند ترڅنګ ډېر کورونه او کرنیزې ځمکې به له منځه لاړ شي.

له بلې خوا، د کندوز سیمه‌ییز مسوولین د امو سیند پر غاړو د تحکیماتو جوړولو او دې ستونزو ته د رسېدو خبره کوي.

د شېرخان بندر یو استوګن محمد میر -چې د امو سیند پر غاړه اوسېږي- وایي، په وروستیو کلونو کې په پرله‌پسې توګه د اوبو پورته کېدو سره د خلکو زرګونه جریب کرنیزې ځمکې اوبو وړې دي.

هغه له سرپرست حکومته غواړي چې د دغه سیند غاړو د تخریباتو مخنیوي لپاره دې استنادي دېوالونه جوړ کړي.

نوموړي وویل: «که په نږدې راتلونکي کې د امو سیند سواحلو د تحکیماتو کار پیل نه شي، د خلکو  ډېرې کرنیزې ځمکې او کورونه به د دغه سیند ښکار شي.»

د امو سیند په غاړو کې مېشت خلک وایي، د سیند اوبو د دوامداره پورته کېدو له امله خلکو ته نه یوازې مالي بلکې ځاني زیانونه هم اوښتي دي.

هغوی زیاتوي، که دغه ستونزه هواره نه شي، د یاد سیند د اوبو پورته کېدو له امله به خلک لا ډېر زیانمن شي.

د شېرخان بندر یو بل اوسېدونکی غلام سخي وایي: «په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۲۰۰ جریب ځمکه سیند وړې، کورونه او جوماتونه یې وړي، که مخه یې و نه نیول شي پوخ سړک او ګمرک هم وړي.»

له بلې خوا، د امو سیند د تحکیماتو ریاست تخنیکي سلاکار حمیدالله ولي‌زاده وایي: «خپلو ګرانو خلکو ته ډاډ ورکوو چې زموږ د سروې ټیم تللی او د زیان‌منونکو ساحو مقدماتي سروې یې ترسره کړې، د اوبو او انرژۍ وزارت سره مو دا ستونزه شریکه کړې، خلکو ته ډاډ ورکوو چې کارونه یې په نږدې وخت کې پیلېږي.»

د یادونې ده، د امو سیند له تاجکستان او ازبکستان سره د افغانستان ګډه سرحدي نقطه ده چې هر کال د اوبو ډېرېدو له امله یې د افغانستان څو ولایتونه زیانمنېږي.

له دې مخکې هم د امو سیند غاړو کې مېشتو خلکو د اوبو پورته کېدو شکایت کړی او د دغه سیند د تحکیماتو غوښتنه یې کړې ده.

Visits: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.