ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزمل: د مذاکرې، تفاهم او مشارکت لاره دې پرانیستل شي

مزمل: د مذاکرې، تفاهم او مشارکت لاره دې پرانیستل شي

author avatar
11 Feb 2023 - 16:11
مزمل: د مذاکرې، تفاهم او مشارکت لاره دې پرانیستل شي
author avatar
11 Feb 2023 - 16:11

کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۱): لیکوال او سیاستوال محمدزمان مزمل وايي، کودتايي او پر فتحو راغلي حکومتونه که له ولسونو مشروعیت وانه‌ ‌خلي، طبیعي حالت ته نه رسېږي؛ نو ځکه باید د مذاکرې، تفاهم او مشارکت لاره پرانیستل شي.

دغه‌راز هغه زیاتوي چې حکومت دې له مختلفو لورو او ډلو یوه شورا جوړه کړي څو ستونزې حل شي او د ثبات لپاره دې پر پخلاینې او اساسي قانون جوړولو کار پیل کړي.

هغه دغه څرګندونې د سلواغې په ۱۸مه «د پژواک مېلمه» په خپرونه کې وکړې.

جهادي شخصیت استاد محمدزمان مزمل وویل، په بن کنفرانس کې د طالبانو او حزب اسلامي نه شاملولو او د ښکېلو غاړو نفي کولو سیاست پر هېواد بد اغېز درلود او هغه دا چې تېرو دوو حکومتونو امریکا ته باج ورکاوه، خو که په هغه کنفرانس کې د طالبانو او حزب اسلامي حضور وای نو په هېواد کې به تحولات نسبتا ښه وو.

دی وايي: «سوله که د امنیت په عنوان واخلو نو سوله له طالب سره تقریبا راغلې او دا پراګنده پېښې چې کېږي، دا د همسایه هېوادونو مداخلې دي، دا به نیمه پېړۍ نور هم دوام کوي، خو سوله نهايي شوې نه ده او سوله په پخلاینې نهايي کېږي.»

هغه زیاته کړه: «اوس چې سرپرست حکومت نسبي امنیت راوستی دوه لاملونه لري، یو دا چې حکومت له ملایانو سره دی، ملایان که سم چلېږي او که ناسم خلک یې احترام کوي؛ بل لامل یې دا چې د طالبانو مخالفین هم د سوچ لپاره چانس غواړي، ځکه هغوی چې جنګېدل نوره شېمه نه لري او تغییر په کې راغلی، له دې امله د سیاسي مبارزې فکر لري.»

مزمل وایي: «سرپرست حکومت د ځینو سړکونو جوړولو او پر نشو د روږدو کسانو ټولولو په برخه کې بریالی دی، خو دغه اقدامات بنیادي حل نه شي کېدای.»

هغه وویل: «کودتايي او پر فتحو راغلي حکومتونه تر هغه چې له خپلو ولسونو مشروعیت وانه خلي، ابدا طبیعي حالت نه رامنځته کېږي.»

نوموړی وايي: «پر حکومت دغسې یو طرفه قبضه اچول د جهاد في السبیل‌الله په محتوا او متن کې نشته چې څوک دې جهاد وکړي او بیا دې د ملک سرنوشت د دوی په قباله او ټیکه کې وي.»

مزمل زیاته کړه، دا ځل د اسلامي امارت مسوولیت زیات دی؛ ځکه دوی باید خپله تجربه هم خلکو ته وښيي او له نورو ناکامو تجربو هم ګټه واخلي او حالت سم بدل کړي.

د مذاکرې، تفاهم او مشارکت لاره دې پرانیستل شي

سیاستوال محمدزمان مزمل وویل: «اسلامي امارت سیاسي مخالفینو ته عامه عفوه کړې، هغوی ته په کار و چې نه وای وتلي، خو بې‌اعتمادي ډېره وه او ووتل، ځيني پاتې هم شول، خو دغه عفوه تقریبا تطبیق شوه او تر هغه چې دغه سیاسي مخالفین هېواد ته رانه شي، نړۍ باور نه کوي چې دلته امنیت شته؛ ترڅو چې دا مسایل په پخلاینې او مشارکت ونه درېږي نو ناممکنه ده.»

دی وايي: «د سیاسیونو بېرته راستنېدو کمېسیون کې له ۲۵ ورځو وروسته نوسانات راغلل، مذاکره او دعوت ختم شو او څوک چې راځي یوازې استقبال یې کوي، د هغو خلکو پر راتګ او تفاهم چې سوله یقیني رنګ اخلي، رانغله او هغوی چې راغلل معتدل او دلته یې د ګوازې څه پیدا نه کړل او بېرته لاړل.»

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت ته په کار دی چې یاد کمېسیون ته واک ورکړي، ترڅو مذاکره او تفاهم وکړي او د مشارکت لاره خلاصه کړي.

مزمل وایی: «زه فکر کوم نن خو طالب داسې حریف نه لري چې هغه مشرک وي، کلمه وايي، لمونځونه کوي او د شوروي پر ضد یې جهاد کړی، خو دومره په کار و چې لږ مجازات شي؛ ځکه پرون یې له طالب سره ښه سلوک نه و کړی.»

د هغه په خبره، طالبان هسې له خپلو مخالفینو وېرېږي، هغوی له دوی ډېر څه نه غواړي، د مشارکت خبره ده، هغه ته به لاره جوړه شي، داسې لاره به نه جوړېږي چې بیا غلو ته چانس ورکړل شي، خو که ملت څوک راوستل، راوستلي به یې وي.

حکومت دې له مختلفو لورو شورا جوړه کړي څو ستونزې حل شي

جهادي شخصیت استاد مزمل وویل، په افغانستان کې ګوندونو ښه مخینه ونه لرل، د ثبات تر راتلو پورې د لنډمهال لپاره د ګوندونو بندول سمه خبره ده.

نوموړی وايي: «طالبانو ته په کار ده چې د احزابو له بستر سره تعامل وکړي، هغه وخت چې مشروع پارلمان او سنا راغله، هغوی به بیا د احزابو پر مسئلې بحث وکړي.»

هغه زیاته کړه، له حزب اسلامي سره د اسلامي امارت له تعامل خبر نه دی، خو له بهره چې اوري حکمتیار تر ډېره د ایمان په مسجد کې خپلې خبرې کولی شوې، په طالب یې اعتراض او تایید هم کړی، خو دا ۴۰ ورځې چې اوري حالت بدل غوندې دی.»

نوموړی زیاتوي: «طالبان خو هېڅ تنظیم ته اجازه نه ورکوي چې په دې مرحله کې سیاسي فعالیت وکړي، خو بیا هم حکمتیار صاحب ته یې په تېر کال کې ډېره حوصله وکړه او له طالبانو خواهش هم همدا ده چې په دې ۲۱مه پېړۍ کې په تنګه وضعه کې خلک مجبور نه کړي، نو یوه طریقه باید جوړه کړي.»

د هغه په اند، که اوس حکومت یو موقت پارلمان یا مشرانو جرګه جوړه کړي او له مختلفو لورو او ډلو څخه په کې نیک نیک خلک راټول شي نو له اسلامي امارت سره به د مختلفو جهتونو ستونزې حل شي.

هغه وايي: «طالب ته څه مشکل دی چې اوس یې ټول مسایل یوازې خپلو ۱۶ او ۱۸ کلنو طالبانو ته سپارلي او د نورو تنظیمونو ۵۰ کلنو باندې بخیلي کوي او په هغوی هم بخیلي کوي چې هغوی په دې ملک کې بده سابقه نه لري، کنه په کورنیو جګړو کې خو طالبانو هم برخه درلوده.»

استاد مزمل زیاته کړه: «که اوس د حامد کرزي یا محمد اشرف غني حکومت وای، ما به په خپله تر څلوېښتو جلسې کړې وې، خو پوهېږم چې طالب یوه نوې تجربه ده، دوی ته چانس ورکول په کار دي او حکمتیار ته هم په کار و چې له دغې نوې پدیدې سره یې لږ د ګوازې ژوند کړی وای.»

هغه زیاتوي: «په بهر کې د افغان سیاسیونو له خوا د ګوندونو اعلانېدو اغېز که نن نه وي نو یو کال وروسته خامخا لیدل کېدای شي او هېڅوک دې هیڅ افغان ته په کمه نه ګوري، په هېواد کې خپلو مخالفینو ته کم کتل د حکومت کم‌تهذیبي ده.»

لیکوال او سیاستوال محمدزمان مزمل وویل: «هر سهار چې زه راجګېږم، فکر کوم چې د نجونو پوهنتونونو ته پر تګ بندیز به دروغ وي، تبلیغات به وي، څنګه کېدای شي چې په ۲۱مه پېړۍ کې په یوه ملک کې چې ښځې د حجاب پابندې هم وي او دې ته هم اماده دي چې له مختلط نه ماورا نظام ورته جوړ کړي خو بیا هم پر هغوی دروازه وتړل شي، زه نه پوهېږم په دې مسله کې څنګه یو عکس‌العمل وښیم.»

هغه وايي: «بار بار مې په زړه کې ګرځېدلي چې د لوړو زده‌کړو وزارت مخې ته لاړم شم او په یوه کارتن ولیکم چې په دې کې تاسې ملت نه شئ تمثیلولی، دا د ملت نظر نه دی، دا د افغانستان د ملا نظر هم نه دی او دا به یوازې د طالبانو نظر وي.»

د نوموړي په اند، اسلامي امارت به د ښځو تحصیل ته لاره خلاصوي، ځکه بله لاره نه لري.

د هغه په خبره: «طالبان باید دا نظام په خپله بې وقاره نه کړي او دا نظام که د یوه استاد مشعل د اسنادو په شکولو ځانته خطر ویني نو پر مسایلو دې بیا فکر وکړي.»

«که خپله خبره ونه شو کولی، بیا خو به بل ملک ته ځو»

استاد مزمل وایي، اسلامي امارت ته د بیان ازادي هیڅ ضرر نه کوي، بلکې د دوی د ثبات لپاره یو عنصر دی او له همدې امله یې باید تجربه کړي.

هغه وايي: «که موږ خپله خبره ونه شو کولی، نو بیا خو به بل ملک ته ځو.»

مزمل وویل، که ده ته څوک کدو کېږدي او ورته ووایي چې کدو ته خټکی ووایي، نو دی چې کدو ته خټکی وايي په داسې هېواد کې نه شي پاتې کېدلی.

نوموړي زیاته کړه، روڼ‌اندي دې له «طالب» سره داسې عکس‌العمل نه ښيي چې په هغه کې د اتاترک د پالیسۍ یا د مذهب ضد بوی وویني.

هغه زیاته کړه: «که غواړو افغانستان کې یو ملي او  باثباته حکومت ولرو نو طالب یې اخیرنی چانس دی، نو کمبودتیاوو ته یې باید ټول پاملرنه وکړي.»

حکومت دې د ثبات لپاره پر پخلاینې او د اساسي قانون پر جوړولو کار پیل کړي

استاد مزمل دا هم وویل، اسلامي امارت چې له امریکا سره کومه سوله کړې، د هغه مواد باید عملي شي؛ له دې امله هڅه په کار ده چې له امریکا سره د سرپرست حکومت اړیکې باید سمې پاتې شي.

هغه وايي: «که اسلامي امارت په دې برخه کې معقول قدم وانخلي نو امریکا د دوی لپاره ډېر مشکلات جوړولی شي او دوی هم همدارنګه.»

د نوموړي په وینا، حکومت ته په کار دی چې ثبات لپاره د پخلاینې خبره اساسي ونیسي، د ملي مشارکت لپاره دې تفاهم پیل کړي، د اساسي قانون جوړولو لپاره د طالب علماوو ترڅنګ ځیني بیروني علما هم په نظر کې ونیسي؛ ځکه طالب په جنګ کې تجربه لري خو په سیاست کې دومره تجربه نه لري، له نورو خلکو باید ګټه واخیستل شي.

مزمل زیاته کړه، که پاکستاني طالبان افغانستان کې وي، هغوی ته دې وویل شي چې افغانستان دې یو باثباته حالت ته پرېږدي، په پاکستان کې دې عملیات نه کوي؛ ځکه هغوی چې وګواښل شي نو بیا افغانانو ته جنجالونه جوړېږي.

Visits: 358

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.